کور / سياسي / د ”خدای، هیواد او دنده“ په مینه مست لښکر

د ”خدای، هیواد او دنده“ په مینه مست لښکر

ليکنه: محمد روښان

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې ملي او دیني (خدای، هیواد، دنده) انګېزې له مخې د دښمن پر وړاندې خپله مبارزه کوي، ځکه د دوی لاره حقه ده او د دوی مبارزه برحقه مبارزه ده، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو مبارزو او اتلولیو د لا ښه ترسره کولو لپاره د افغانستان د ملت پراخ ملاتړ ته اړتیا لري. څومره چې دغه ملاتړ پراخ وي، نو همغومره دوی په قوي مورال او روحیه د دښمن پر وړاندې جنګېږي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېر کال کې د عملیاتو نوښت په خپل لاس کې واخیست، ځکه چې د هېواد په اکثرو سیمو کې دوی له دفاعي حالت څخه جنګي او تعرضي حالت ته لاړل. په اکثرو سیمو کې یې د دښمن د اوسېدو او تګ راتګ لارې په نښه کړې، هلته یې د دښمن پر ضد غلچکي او تصفیوي عملیات ترسره کړل او په دغو بریالیو بریدونو او عملیاتو کې یې د دښمن ډېر شوم پلانونه تر عملي کېدو دمخه شنډ کړل او د هغوی ګڼ جنګیالي یې له منځه یووړل.

د افغانستان بېلابېلو اقشارو ته ښایي، چې په یو غږ د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د دوی قوي ملاتړ اعلان کړي، له دوی سره نږدې اړیکې وپالي، وخت پر وخت یې له حال او ستونزو څخه ځانونه خبر کړو، ځکه د هېواد د همدغو اتلو او رښتینو بچیانو له برکته موږ  په ډاډ عادي ژوند کوو، خپلې ژوند چارې پرمخ بیایوو، خپل ځان او اولادونه خوندي ګڼو او هره شپه په ارامه ویدېږو، ځکه موږ په همدې ډاډه یووچې د هېواد په لوېشت لوېشت کې د هېواد رښتیني اتلان هره شیبه زموږ د امنیت او خوندیتوب په موخه ویښ او بیداره دي.

موږ ټولو ته ښایي چې خپل ملي اتلان یانې امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایو، دوی ته د مبارزې پیاوړې روحیه ورکړو، پر دوی وویاړو، د دوی د اتلولیو او سرښندنو قدرداني وکړو، د دوی مېړانه او مبارزه یاده کړو او دوی ته  دا ډاډ ورکړو، چې د افغانستان ولس هره شیبه د دوی تر څنګ ولاړ دی او د دوی د هرې اړتیا او ستونزې پرمهال به هېوادوال دوی ته د مرستې لاس ورکړي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښښندنو له برکته د نړۍ ګڼو هېوادونو له افغانستان سره خپلې اقتصادي او نظامي ژمنې تازه کړې او افغان حکومت ته یې ډاډ ورکړ، چې نړۍ به تل د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا، تجهیز او روزنې په موخه همکاري وکړي، ځکه دوی د داعش او ترهګري له تهدید څخه په وېره کې دي او د دغو نړیوالو تهدیدونو او خطرونو د دفعه کولو او له منځه وړلو لپاره د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه مهمه بولي، ځکه چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګري پر وړاندې د جګړې او مبارزې عملي او بریالۍ تجربه لري، نو که چېرې د نړۍ هېوادونه په دې برخه کې خپلې کړې ژمنې بشپړې کړي، نو باور دی چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ترهګري او داعش تهدید ډېر ژر له سیمې څخه ورک کړي.