کور / سياسي / باید پر خپلو ځواکونو وویاړو!

باید پر خپلو ځواکونو وویاړو!

ليکنه: محمد روښان ښاد

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلو اتلولیو، مبارزو او سرښندنو له برکته افغانستان له ډېر سخت حساس او ازمایښتي پړاو څخه په بریاليتوب راوېست. د هیواد بقا یې د تل لپاره تضمین کړه، د خلکو له زړونو یې د  ۲۰۱۴ م کال  ناڅرګنده وېره او نهیلي وشړله، د دښمن ملا یې ماته کړه، داعش یې وځابه او وسله والې جنګي ډلې یې سولې ته سوق کړې، نو له همدې امله باید پر خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو وویاړو.

زموږ اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ په سختو شرایطو (باد، باران، لمر، واوره، ګرمي او یخني)کې د هېواد په ښارونو، لویو لارو، کلیو، دښتو، غرونو او سرحدونو کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو خلکو د دفاع په موخه ویښ او بیدار وي او د ” خدای، وطن، دنده“ د سپېڅلو شعارونو په پاللو او پر ځای کولو بوخت دي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو وړتیاو له برکته په سیمه کې د پیاوړو امنیتي او دفاعي ځواکونو په توګه وځلېدل، ځکه چې دوی ډېرې سختې ورځې او شپې شاته پرېښودلې او په پوره بریالیتوب یې د نا امنۍ ټولې پېښې اداره کړې، ځکه د دښمن د ګڼو بریدونو او وحشتناکو چاودنو پر وړاندې د سپر په څېر ودرېدل، نه یوازې چې دښمن ته یې غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړل، بلکې هغوی یې ووژل او نور انسانان یې د هغوی له شر او ترهګریزو فعالیتونو څخه خوندي کړل. 

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونوسره له دې چې د امکاناتو او تجهزیاتو له پلوه ګڼې اړتیاوې او نیمګړتیاوې لرلې، ځکه له یوې خوا له بې رحمه دښمن سره په جګړه اخته دي او له بل پلوه یې امکانات محدود دي، خو د دې باوجود هم دوی په لوړ مورال د دښمن پر وړاندې جنګېږي او برحقه مبارزه کوي، ځکه چې د دوی انګېزه ملي او د دوی مبارزه سپېڅلې ده. په تېرو څلورو کالو کې د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د پاملرنې له برکته یې هم مسلکي وړتیاوې ښې شوي او هم د امکاناتو او تجهیزاتو له پلوه مجهز شوي دي.

له افغانستان څخه د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو له وتلو وروسته له ټولو سره د افغانستان د بقا پوښتنه او اندېښنه وه او اکثرو به له ښه یا له بده نېته دا تبصرې کولې، چې نظام به وشړېږي او افغانستان به د سیمې د هېوادونو د سیالۍ په ډګر بدل شي او یا به یې هم خدای مه کړه دوی په خپلو کې سره ووېشي، ځکه دوی د خپلو اتلو او مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په مېړانه، وړتیا، زړورتیا او اتلواله یا بې باوره وو او یا یې په لوی لاس دوی کمزوري معرفي کول.

مګر تېر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دښمن د بریدونو، چاودنو او ترهګریزو فعالیتونو پرمهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپله وړتیا او زړورتیا نه یوازې خپلو هېوادوالو بلکې نړۍ ته ثابته کړه، ځکه چې دوی په هر ځای او سیمه کې پر وخت د دښمن د دفعه کولو او ځپلو په موخه ځانونه ورسول او هر چېرې چې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې هم رسېدلي دي، نو په لږ وخت کې یې سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستلې، د دښمن نوغی یې اېستلی دی او عامو خلکو ته د تلفاتو د اوښتلو مخنیوی یې کړی دی.