کور / سياسي / زموږ قرمان سربازان او بې کفایته مسولین!

زموږ قرمان سربازان او بې کفایته مسولین!

ليکنه: سردار محمد همدرد

نن زموږ د ویاړلو سربازانو ځانګړې ورځ وه، زه خپل سربازان په دې ښاغلي ګڼم چې په یو استخباراتي او  پیچلې جکړه کې دوی د خپل وطن دفاع کوي.

مسولین مو د دوی په وینو تجارت کوي،  بنګلې او محلونه جوړوي .

دا چې زموږ په هیواد کې فساد په ټولو برخو کې سته خو په امنیتي سکتور کې  هم ملي خیانت دی او هم د افسوس خبره ده.

 دومره بې مسولیته مشران لرو، سرباز چې شهید شي او بیا هیر سي،  د هغه کورنئ او یتیم بچیان بیا سرګردانه ګرځي.

زړه مې غواړي چې دې اتلو قهرمانانو په اړه ډیر څه ولیکم،  نن چې موږ د نظام په نامه څه لرو دا ټول د دوی د قربانیو او سرښندونه برکت دی.

غواړم د خپل ماموریت په دوران کې د خپلو سربازانو د قربانیو دوه بلګې وړاندې کړم.

په خپل ټول ماموریت کې هم مې د زخمي سرباز پوښتنه وکړه او هم مې په فاتحو او کورنیو ته د تسلیت په برخه کې خپل مسولیت ادا کړی دی.

یو ځل خبر سوم چې په کلا کونه سیمه کې د یوې کورنۍ خپل څلور غړي د پولیسو په لیکو کې له لاسه ورکړي دي،  اوس یې په کور کې یواځې یوولس کلن سرپرست ماشوم او ښځې پاتي دي، زه یې پوښتنې ته وراغلم د خپل وس مطابق مې ورسره نغدي مرسته وکړه او د طبعي پېښو سره د مبارزې د ریاست نه مې یو څه خوراکي توکي هم ور ولیږل.

کله چې په نیمروز کې وم یوه واقعه پیښه سوله چې رښتیا سي زما لپاره هغه پیښه ډيره دردونکې وه.

یو ځل مې داسې اطلاعات تر لاسه کړل چې د خاشرود ولسوالۍ ته د وسلوالو مخالفینو سره قطعه راغلې ده، سهار مې دا موضوع   والي او ریئس امنیت  ته شریکه کړه ، هغوی دا موضو ډیره نادیده وګڼله.

دا چې ما ته د خاشرود ولسوالۍ امنیتي تهدید معلوم وو،  نو دا بله ورځ د امنیې قومندان او د ملي اوردو قومندان سره یو ځای مې خاشرود ولسوالۍ ته سفر وکړ، پوسته پر پوسته وګرځیدم.

یوې پوستې ته وراغلو دا پوسته د دښمن تهدید ته ډیره نږدې وه،  کله چې پوستې ته وراغلو ښه مې یاد دي چې یو سر باز راته وویل چې دلته لوړ مه دریږه دا ځای د دښمن تر تهدید لاندې دی،  پوسته پر ځمکې سربیره د خټو له ودانۍ څخه په یو کمزوري ډول  جوړه وه،  اته (۸) د پولیسو سربازان په پوسته کې وه،  سربازان ډیر زهیر او د څهرو څخه دیر مظلوم ښکاریدل او دا یې وویل چې دا څو شپې راباندې جنګ دی او خوب مو ندی کړی ، ما د دې پولیسو څخه جلا پوښتنه وکړه چې ستونزې مو څه شی دي،  وی ویل چې په پوسته کې مو دوه برابر زیات تشکیل خیالي دی ما ترې وپوښتل چې خوراکي مواد پر وخت درسیږي،  هغوی وویل چې خوراکي مواد څه چې مرمۍ هم په مشکل رارسوي، اته میاشتې کیږي چې رخصتي یې هم نده راکړې،  د ولایتونو پوښتنه مې ترې وکړه د افغانستان د شمالي ولایتونو څخه وه.

نظامي مسولینو ته مې وویل چې موجوده تدابیر د قناعت وړ ندي ، د مخالفینو چې کومه سره قطعه ده د هغوی سره دوربینداره ټوپکونه دي،  هغوی د دغه کمزوري حالت څخه ګټه پورته کوي،  تر څو پورې چې تهدید ختمیږي دلته باید یو څه نور امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړو او یا عملیات وکړو،  تدابیر باید د دښمن په مقابل کې قوي کړو.

امنیتي مسولینو ډاډ راکړ چې دا کار به سبا وکړو،  پدې کې دوه ورځې تیرې سوې،  دریمه شپه پر همدغه پوسته دښمن حمله وکړه،  اووه سربازان یې شهیدان او یو زخمې کړ.

سهار دولتي شفاخانې ته وراغلم شهیدان مې هم ولیدل او زخمي هم،  د شهیدانو د انتقال لپاره مې د قولي اوردو سره هماهنګي وکړه.

تاسې باور وکړئ که یا والي او یا نور مسولین ما لیدلي وي چې د دې خپلو شهیدانو پوښتنه وکړي .

چې رښتیا سي ډیر افسوس مې وکړ چې څومره بې مسولیته او بې احساسه مسولین پر دې وطن حاکمان دي.

نن چې د سرباز ورځ وه همدغه بې مسولیته او بې احساس مسولین په سټیج یې ډول ډول شعارونه ورکول.

وزارت دفاع او وزارت داخلې ته چې ورسې لس،  لس رتبې  او نښانونه به یې لګولي وي،  څوک به برید جنرال وي ، څوک به ډګر جنرال وي او څوک به بیا بله لویه بلا وي، د سهار څخه تر ماښامه پر میټنګونو وخت تیروي.

زه ولاکه دا بې احساسه او بې مسولیته مسولین وستایم،  زموږ لپاره د ستایلو هغه سربازان دي چې شپه او ورځ په سنګرونو کې قربانۍ ورکوي، حلاله تنخوا  اخلي او خپلو کورونو ته یې لیږي.

د سر باز د ورځې په مناسبت بیا هم هغه غله او بې احساسه په مډالونو ستایل کیږي او رتبې ورکول کیږي،  د سنګر سربازان ولاکه د هیچا لا په یاد یي،  که تاسو په رښتیا د سرباز د قربانۍ قدر کوئ،  د شهید سوو سربازانو کورنیو سره مرستې وکړئ او د هغوی پر یتیمو ماشومانو پر سر لاس تیر کړئ.

په ګران هیواد کې د یو قوي ملي اوردو او د ملي سربازانو د تقویې په هيله!