کور / سياسي / د پاکستان غږ نور نه اورېدل کېږي

د پاکستان غږ نور نه اورېدل کېږي

ليکنه: مطيع الله سحر

پاکستان د ترهګرۍ تولیدونکی هیواد دی او ترهګري هغه شومه پدیده ده چې خطر یې ټولې نړۍ او سیمې ته ګواښ دی او افغانستان له دې پلوه ځکه زیات متضرر شوی دی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې پروت دی، خو د هند په ګډون نور ګاونډیان او حتی د نړۍ هیوادونه هم له دغه خطر څخه خوندي نه دي پاتې وخت پر وخت ورباندې تروریستي بریدونه شوي دي.

له ۲۰۱۸ زیږدیز کال راهیسې چې هند له پاکستان سره د کشمیر له لارې سوداګریزې راکړو ورکړو کې یو څه کمی راغلې و، خو اوس یې دا راکړه ورکړه هند په ټپه ودرولې، ځکه پاکستان به له دغې لارې په سوداګریزو توکوکې وسلې هم لېږدولې. اوس هند نه غواړي چې له پاکستان سره نور ازاد تجارت وکړي. له همدې امله په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو تر منځ اړيکې ترینګلې شوې.

د پاکستان پر وړاندې د هند زغم هغه مهال پایته ورسېده چې په پاکستان کې مېشتو تروریستي ډلو د پاکستان د استخباراتو په لمسون د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په تروریستي بریدونو کې لسګونه هندي پوځیان او عام هندیان ووژل. د دغو بریدونو له ترسره کولووروسته هند وویل چې خپل غچ به اخلي، نو همغه و چې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې یې د تروریستي ډلو مرکزونه بمبار کړل.

پاکستان که څه هم نړۍ ته د مظلومیت چیغې وکړې او له هغوی یې د منځګړتوب هیله وکړه، مګر اوس نړۍ د پاکستان په نیت پوه ده، نو ځکه هیچا هم نه یوازې منځګړتوب ونه کړ، بلکې پاکستان ته یې وویل، چې پر هند د برید پرځای د تروریستانو مرکزونه له منځه یوسئ او په خپله خاوره کې د هغوی پر ضد عملیات ترسره کړئ.

د هند صدراعظم نریندرامودي پر پاکستان  له برید وروسته خپلو سرتېرو ته د تیارسئ امر کړی. ښاغلی مودي وایي د تروریستانو پر وړاندې چوپه خوله پاتې کېدل، ترهګړۍ ته وده ورکول دي. د برید ځواب باید په برید ورکړل شي، د خبرو وخت تېر شوی، اوس د دې وخت رارسېدلی چې هند د پاکستان پر وړاندې عملي ګام پورته کړي، او په ځواب کې غلي پاتې نشي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د تل په څېر له نیرنګ او چل کار اخلي. دوی غواړي چې هم تروریستي فعالیتونه ترسره کړي او هم د مذاکراتو خبره کوي، مګر اوس پاکستان دومره منزوي او بدنام شوی دی چې هیڅوک یې نه په خبرو باور کوي او نه هم چندان ارزښت ورکوي.

د پاکستان لومړي وزیر پر پاکستان د هند له برید دمخه وویل،  د کشمیر په برید کې د پاکستان حکومت هېڅ لاس نه لري. مونږ کولی شو چې دغه ستونزه په خبرو هم هواره کړو. د برید په اړه به پلټنې وکړو اصلي موده ي به یې معلوم کړو. خو که هند هم داسې په خپله وعده کلک ولاړ وي او دا یې د حل لاره بولي نو بیا پاکستان هم ترې کم ندې. که چېرته هند پر پاکستان برید وکړي. پاکستان به هم بېرته سمدستي ځواب ورکړي. عمران خان وايي چې د جګړې شروع اسانه دې خو بېرته ختمول یې بیاد یو کس کار ندې. هند باید دې ته هم پام وکړي.

د هند او پاکستان تر منځ لومړی هم اړيکې چندان ښې نه وې خو کله چې هند د افغانستان ملاتړ وکړ له افغانستان سره یې سوداګریزې اړيکې پراخه کړې د پاکستان په زړه یې اور بل کړ. له همغه وخت راهیسې پاکستان نه یوازې له هند، بلکې له افغانستان سره هم ناسم چلند کوي، مګر دا وړ چلند په خپله د پاکستان په زیان دی، پاکستان که خپل چلند بدل نه کړي، همداسې به منزوي پاتې شي او هیڅوک به یې هم غږ وانه وري.