کور / سياسي / دامنیتی او دفاعي ځواکونوپراخ ملاتړ

دامنیتی او دفاعي ځواکونوپراخ ملاتړ

ليکنه: محمد بشیر یوسفزوی

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې نه یوازې د خپل هیواد، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تامین لپاره په مېړانه او اتلولۍ جنګېږي، نو ځکه موږ په خپلو دغو اتلانو ویاړو او نن د هیواد په هر ګوټ کې د دوی ورځ د خوښۍ د جشن په توګه نمانځل کېږي.

امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد رښتیني اتلان دي او د افغانستان په تاریخ کې تر بل هر وخت خلک پر دوی زیات باور لري او د دوی همېشنی ملاتړ له امنیتي ځواکونو سره دی، ځکه دوی د خپل امنیت او خوندیتوب لپاره یوازې او یوازې پر امنیتي ځواکونو ډاډ او باور لري.

د ولسمشر غني په وینا: ”زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو د سقوط او ناکامۍ ټولې وړاندوینې په خپل شهامت رد کړي او د دښمن پر وړاندې د وطنپالو په څېر د وطن د ښېګڼې په پار په مېړانه جنګېدلي. په داسې حال کې چې زموږ ځواکونه زموږ د ازادۍ او پت ساتلو او نړیوال امنیت لپاره جنګېدل، موږ په امنیتي سکتور کې سرتاسري اصلاحات هم راوستل.“

د دغو اصلاحاتو له برکته د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسلکي او محاربوي وړتیا ښه وځلېده، دوی پر خپل راتلونکي تر پخوا په مراتبو زیات مطمئن شول او همدارنګه د دوی ترمنځ همکاري او همغږي زیاته شوه او پر دې باوري شول چې له دې وروسته د دوی حقونه او امتیازات نه ضایع کېږي او تر ټولو مهمه دا چې د اصلاحاتو له برکته د دوی په تلفاتو کې فوق العاده کموالی راغلی او همدارنګه امنیتي او دفاعي ځواکونو کې تحرک ایجاد شوی او له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شوي دي. دغو اصلاحاتو د امنیتي او دفاعي ارګانونو په رهبرياو مدیریت کې نسلي بدلون ته زمینه برابره کړه. د تقرر بورد جوړ شوی، تر څو افسران په شفاف ډول، د شایستګۍ په اساس مقرر شي. په امنیتي سکتور کې د منابعو پر صحیح استفادې ډېر تمرکز شوی.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د وطن پالنې د مینې او خپل ملي احساس له امله په رضاکارانه توګه په ډېر قوت او جرئت د دښمن پر وړاندې په ډېر عالي مورال مبارزه کوي، نو د دوی د هڅو، سرښندنو، اتلولیو او برحقه مبارزو له برکته د هیواد ټول قومونه، ولسونه او اقشار په غوڅ اکثریت او ټول قوت د دوی ترڅنګ ولاړ دي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په پار په هیواد کې رامنځته شوې ولسي او ملي اجماع  د هیواد په تاریخ کې بېسارې ده، ځکه زموږ خلک دا درک کوي چې دغه ویاړلي او زوړر ځوانان یوازې او یوازې د افغانستان د دفاع او د خپلو هیوادوالو د خوندیتوب لپاره شپه او ورځ او د هیواد په هره برخه کې په مېړانه او اتلولۍ جنګېږي.

لسیزې وروسته نن بیا افغانستان د وسله وال پوځ په لیکو کې داسې سرشیندلي او صادق بچیان لري چې شپه او ورځ په ډېر ویاړ او افتخار قربانۍ ته چمتو او د هیواد د دفاع د برحقه مبارزې په سنګرونو کې ملاتړلي ولاړ دي.