کور / سياسي / د سر تيري ورځ / لنډه کيسه

د سر تيري ورځ / لنډه کيسه

ليکنه: ماهر احسانزی
په روغتون کې د ناروغانو له اه او وۍ سره د پایوازانو له ناچارۍ او ډېرې غوصې په ځای تاویدو شور په دهلیزونو کې د ژوند پر وجود د نفرت کرښې راکاږلې.
د ناروغانو څو برابره کم نرسان به ، چې د یو ناروغ خونې ته ورننوتل د کار او ویرې له امله به هملته ور پاتې شول.
روغتون کې له ملا دردۍ رانیولې تر چاقو او ډز  او اولاد زیږدو پورې ناروغانو له درده په اسمان کې د مرغیو غږونه ور زندۍ کړي وو.
نن په دې دولتي روغتون کې یو ډاکتر هم موجود نه و.
دوی له کورونو راوتلي و خو د روغتون پرځای ، ځايي چارواکو بله دنده ورکړې وه.
دوی ته ویل شوي و، چې د ناروغانو تر درملنې دا ډېره مهمه ده او باید ټول په غونډه کې برخه واخلي.
په غونډه کې د ناست سرطبیب تلیفون وشړنګید.
بلې
اسلام علیکم ډاکتر صیب زه نرسه فاطمه یم.
ــ څه خبره ده، ته نه يې خبره چې زه همدا اوس په غونډه کې یم؟
ــ ډا، ډا، داکتر صیب پوهیدم خو د کیڼ دهلیز د دریم اطاق د ناروغ حالت بیړنی دی!!
د زړه ضربان يې شیبې بلې ته ډېریږي.
اکسیجن هم له بیګا راهیسي خلاص شوي دي او که تاسې کوم ډاکتر صیب ته هدایت ونه کړئ، ناروغ له لاسه ورکوو.
ـــ تاسو یوه چاره وکړئ!
ــ  همکاران خو اوس په غونډه کې دي او تر دې وروسته پیلیږي.
ـ خو ډاکتر صیب ناروغ!؟
ــ څه وکړم غونډه پریږدم، نه ګوري نن زمونږ د امنیتي ځواکونو ورځ ده او باید  دوی ته لا ډاډ ورکړو.
دوی ته وښایو چې وګوره مونږ ټول له تاسې سره یو.
مونږ له تاسې ملاتړ کوو.
ــ ډاکتر صیب خو دا ناروغ هم د امنیتي ځواکونو له ډلې دی او په جنګ کې ټپي شوی دی نو بیا خو اول حق د همده دی، چې علاج يې وشي.
ــ ته اوس ما سره دلیلونه مه وایه!
هغه یو نفر دی او دلته مونږ له  ټول ملت څخه  د امنیتي ځواکونو د ملاتړ د روحیې په ژوندۍ کولو او پیدا کولو بوخت یو.
ډاکتر نور هم څه ویل، چې په تلیفون کې يې د انا لله و انا الیه راجعون الفاظ واوریدل.