کور / سياسي / د پاکستان کرایي مظاره چیان

د پاکستان کرایي مظاره چیان

لیکنه: حبیب الرحمن تاثیر

کله چې هم پر پاکستان بده ورځ راځي، نو د پاکستاني دولت او پاکستاني اسټبلیشمنټ له لوري له پنجابي او سیندهي ایالتونو څخه پرته په سوهیلي، شمالي، منځنۍ پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د کرایې مظاهرچیانو مظاهرې راباسي او د خپلې خوښې لیکلي شعارونه په بدرګه کوي، خلک په ښکنځي، د افغانستان، هندوستان، ایران او نورو ګاونډي او نړیوالو قوتونو په وړاندې یې باټوي.

خو د دې ترڅنګ دغه مظاهرچیان د پاکستان په ۲۳م مارچ، ۱۴ اګست او داسې نورو ورځو کې هم لکه د مداري بیزوګان پر میدان څرخوي، ځکه دا هغه خلک دي چې پښتانه او بلوڅان خو دي، خو پاکستان ورڅخه په پښتو او بلوڅي ژبې لیکل او لوستل هیر کړي دي، پښتانه او بلوڅ خو دي، خو پاکستان ورڅخه خپل تاریخ او جغرافیه هیره کړې ده، پښتانه او بلوڅان خو دي، خو پاکستان ذهني غلامان کړي دي.

په دغه کرایي کسانو کې اکثر یې د قومي اتحادیو غړي او یا هم په مذهبي ډلو او پنجابي ګټو سیاسي ګوندونو کې د کارکن په نوم مفت سرتیري وي، خو د دغه قومي اتحادیو، مذهبي ډلو او پنجابي سیاسي ګوندونو مشران د دوی پر سر ګټه ضرور اخلي، خو دغه کارکنان د نلکۍ او چرۍ پر سیاست راڅرخوي او د دغه وړې تمې په موخه یې رقصوي، د دغه رقص تر شاه د پنجابي وطن رسنۍ د دوی دغه رقص ته انعکاس ورکوي او پر دغه یې غولولي دي.

نن سبا هم هغه وخت دی چې د پاکستان او هند ترمنځ د ممکنه جګړې ویره لیدل کیږي، چې نن به هم د جمعې له لمانځه وروسته د پاکستان تر اشغال لاندې پښتونخوا وطن او بلوچستان کې د هندوستان پر ضد دغه کرايي مظاهرې وشي او په دغه مظاهرو کې به د (مفت کرايي) پښتنو او بلوڅو مظاهره چیانو له احساساتو ګټه پورته کړي، خو د هندوستان ترڅنګه ټولنه نړۍ د پاکستان پر دې فریب پوهیږي چې دغه مظاهرې د چا له لوري او څه ډول تنظیمیږي؟.

پنجاب او د بنجاب خواخوږي به د خیر پر غونډۍ ناست وي، دوی به د خپلو مفتو کرایي خواخوږ سیل کوي، خو دا چې ولې په دغه ایالتونو کې د مظاهرو د ایستلو پلان لري، ځکه چې یو خواته د دغې سیمې خلک جزباتي او پردي پاله دي، بل دا چې په دغه سیمو کې اکثر د ازاد افغانستان کډوال په دغه مظاهرو کې ښه لوبېږي، او هغه هم د ډیرې وړې تمې له پاره، خو وخت به راځي چې دغه له خپل تاریخ، خپل وطن، خپلې ژبې، خپلې جغرافیې څخه ناخبر پښتانه او بلوڅ به پوهیږي چې .دوی غولول شوي او د دغه پردي بادار په وړاندې به دریږي