کور / راپور / د هلمند پر ښوراب قرارګاه طالبانو وسلوال بريد کړی دی

د هلمند پر ښوراب قرارګاه طالبانو وسلوال بريد کړی دی

 نن ګهيځ ۳ بجې وسلوالو طالبانو د هلمند د ښوراب پر قرارګاه بريد وکړ، چي ګڼه مرګژوبله ئې اړولې ده.

بريد د ځانمرګو بريدګرو په مرسته لومړی د ۲۱۵ ميوند قول اردو پر ګزمه سوی چي وروسته نورو وسلوالو قرارګاه ته لار پيدا کړې ده.

د دفاع وزارت وايي، د هلمند په بريد کي ټول ټال ۲۰ کسان وژل سوي ۱۲ ټپيان دي .

د سرچينې په وينا چي په وژل سوي کسانو ډيری هغه قرارداديان او ميستريان دي چي هلته ئې کار کاوه.

چارواکي وايي، چي دوه ځانمرګي محاصره دي او نور ټول وژل سوي دي.

خو طالبان بيا د ګڼو افغان او امريکايي سرتېرو د وژلو ادعا کوي او وايي، چي هلته ئې يو رادار هم له منځه وړی دی او اوس هم جګړه روانه ده.

طالبان وايي، اوس جګړه د قرارګاه بلي ودانۍ ته غځېدلې ده او پکي ۲۴ امريکايي سرتېري ئې وژلي دي.

خو افغان چارواکي وايي، چي په ياده قرارګاه کي د رادار هيڅ سيسټم نسته او امريکايي ځواکونو هم د خپلو سرتېرو د وژلو په تړاو څه نه دي ويلي.

افغان چارواکو د قرارګاه دننه ځيني عکسونه خپاره کړي چي ښيي بريدګر وژل سوي او د ملي اردو سرتېري ورته ولاړ دی.

دا خبر بشپړېږي…

.