کور / #PTM / منظور پښتین: عمران خان دې ۳۲۰۰۰ نيول سوي پښتانه هم ازاد کړي

منظور پښتین: عمران خان دې ۳۲۰۰۰ نيول سوي پښتانه هم ازاد کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين  وايي، که د پاکستان لومړی وزير صلاحيت  لري او د هندي پیلوټ د خوشې کولو پرېکړه ئې کړې وي، نو باید د پاکستاني پوځ په جيلونو کي ۳۲۰۰۰ بې درکه کسان او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالین هم خوشي او ازاد کړي.

منظور پښتین پر داسې مهال د پاکستان له لومړي وزير څخه د لادرکه سویو پښتنو د برخلیک معلومولو غوښتنه کړې چي عمران خان ویلي، ددوی لخوا  نیول سوی هندی پیلوټ به بېرته هند ته وسپاري.

 د پښتنو او بلوڅانو د حقونو غوښتونکو ټولنو په وار وار ویلي چي پاکستان له کلونو راپدېخوا ګڼ پښتانه او بلوڅان د تروریزم په تور لادرکه کړي‌ دي.

  دا په داسې حال کي ده چي په کوټه کې مېشت بلوڅان هم هر وخت د خپلو لادرکه سويو کسانو په اړه غونډې او اعتراضیه ناستې کوي. دوی وايي، په بلوچستان کې له څو کلونو راهیسې خلک له کورونو څخه ايستل کېږي او لادرکه کېږي چي په ترڅ کي ئې د زرګونو کسانو مړي په داسې حالت کې پیدا کړي چي په سختو شکنجو سره وژل سوي‌ دي.