کور / راپور / په کوټه کي پاکستانی پوځيان د ملکي وګړو ګاډي په زور د ځان سره ساتي

په کوټه کي پاکستانی پوځيان د ملکي وګړو ګاډي په زور د ځان سره ساتي

په کوټه او د کوزي پښتونخوا په ډېرو سيمو کي پاکستانی پوځ د ملکي وګړو ګاډي او نقليه وسائط په زور راګرځوي او د بېګار لپاره ئې د ځان سره بيايي.

په کوټه کي د دوو ورځو راهيسي پاکستاني پوځيان هر ځای د ملکي وګړو موټران راګرځوي او د هند سره د شخړي په پلمه ئې د ځان سره د بېګار لپاره بيایي.

په ورته وخت کي د پښتنو هغه بسونه او ګاډي هم د ځان سره ايساروي چي له کليو او بانډو څخه د کوټي ښار ته ځي.

تېره ورځ د ښار په ګڼو سيمو کي ئې د مازدا او بسانو څخه سورلۍ هم کښته کړي دي او د جبري پوځي خدمت لپاره ئې د ځان سره بېولي دي.

په کوټه کي پښتانه د پاکستاني پوځ د کړنو څخه سخت په تنګ سوي دي او د هغوی ورځنی ژوند ئې تريخ کړی دی.

د بس يو ډرېور محمد عثمان وايي: له کله چي پوځيانو د عام اولس د موټرو بېګارول شروع کړي دي، له هغې ورځي څخه مي خپله ګاډه بهر نه ده ايستلې او له دې وېري چي پوځيان به مي موټر يرغمل کړي د خپلو بچيانو لپاره مي يوه ګوله ډوډۍ نه ده پيدا کړې.

د کوټي اوسېدونکي وايي، چي اوس د خپلو کورونو څخه بهر په پراخه پښه نه سي ګرځېدلای ځکه چي د پاکستاني پوځ د څار سره مخ دي او وېره لري چي د جبري پوځي خدمت په پلمه به ئې د خپلو کورنيو او بچو څخه ليري نامالومي سيمي ته بوځي.

پاکستان او هند چي په دې وروستيو کي ئې خپل منځي اړيکي ډېري خرابي سوي دي د احتمالي جنګ سره مخ دي.

د پاکستان او هند په تاوتريخوالي کي داسي برېښي چي پاکستانی پوځ د پښتنو څخه د جنګيالو د کار اخيستلو اراده لري.