کور / سياسي / سوله غواړو خوهیڅکله نه پریږدو چې نظام وپرځیږي!

سوله غواړو خوهیڅکله نه پریږدو چې نظام وپرځیږي!

لیکنه: محمدزمان ستانکزی

دوه زره اتلسم کال د افغانستان په معاصر تاریخ کې ترټولو خونړی او برخلیک ټاکوونکی کال و، برخلیک ټاکوونکی په دې خاطر چې امریکایي ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او سویلي آسیا په تړاو د خپل هېواد تګلاره له ډېرو بحثونو او انتظار وروسته اعلام کړه.

دا تګلاره د پنتاګون د مشرانو په فرمایش جوړه شوې وه، له مخې یې افغانستان ته زرګونه نور امریکایي عسکر راغلل،  د داعشیانو تر څنګ په طالبانو هم بریدونه پیل شول او امریکایي الوتکو یو ځل بیا د هوایي ګوزارونو لړۍ دومره پراخه کړه چې ساری یې تېرو څو کلونو کې نه و لیدل شوی.
د پنتاګون یوه رپوټ کې ویل شوي چې د امریکا هوایي بریدونه شل برابره زیات شول، ټرمپ  د دې تګلارې په اساس وویل دښمن ته نه وایم چې عسکر وباسم، د افغان میړنیو ځواکونو تر څنګ به امریکایي عسکر هم اوږه په اوږه ولاړ وي، په پاکستان مې غږ دا دی چې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي، ټرمپ د دې تګلارې له مخې د هند رول وستایه او په جګړه ځپلي افغانستان کې یې له دې هېواده د نور پراخ رول غوښتنه وکړه.

ټرمپ وویل، له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو خبره نه کوي، او د دې هېواد شرایطو او عیني واقعاتو ته په کتو سره پرېکړه کیږي. افغان حکومت د دې تګلارې تود هرکلی وکړ، دا تګلاره د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې اعلام شوه، د دوه زره اتلسم کال په لومړۍ ورځ ټرمپ یو تويټ وکړ او په هغه ټویټ کې یې  پر پاکستان توند او بربنډ لفظي بریدونه وکړل، ټرمپ وویل پاکستان له مونږ څخه په چل او فریب میلیاردونه ډالر اخیستي خو په همدې ډالرو یې زمونږ ګټې تر بریدونو لاندې نیولي نور دا وخت راغلی چې پاکستان دا لوبه پای ته ورسوي.

د ټرمپ پالیسي همداسې روانه وه چې له طالبانو سره د خبرو وړاندیز وشو. دا وړاندیز ولسمشر غني کابل کې یوې سترې غونډې ته خبرو کې وکړ. هغه وویل، له طالبانو سره د خبرو پیل ته هیڅ شرایط نه لري که طالبانو غوښتي وي، دی حتی حاضر دی کابل کې ورته دفتر پرانیزي، د دوي په مشرانو د ملګرو ملتونو او امریکا بندیزونه لرې کړي، ورته د سیاسي  فعالیت زمینه برابره کړي، خو د ۱۳۹۷ کال په پسرلي کې طالبانو د خندق او افغان ځواکونو د نصرت عملیاتو د پیلولو خبره وکړه، دواړه لوري ښه وجنګېدل، ډېره وینه یې تویې کړه چې ستره برخه یې د ملکي وګړو وه.

افغان حکومت او امریکا هوایي بریدونه پراخ کړل، طالبانو هم خونړي او تکتیکي بریدونه ډېر کړل، په افغان ځواکونو یې داسې مرګونې حملې وکړې، چې د افغان حکومت تر څنګ یې امریکا او ناټو هم وارخطا کړل، خو خبره د لمر غوندې ښکاره شوه چې نه امریکا، جمع کابل او ور سره نور لویدیځ هېوادونه او ناټو ونه توانېدل چې د افغان حکومت د حاکمیت ساحه چې ښارونو پورې ور لنډه ده، کلیوالي سیمو ته وغځوي او نه هم طالبان له لرو پرتو کلیوالي سیمو څخه ښاري سیمو ته راغلل. همدا حالت و چې د سولې اړتیا یې زیاته کړه.

طالبانو له امریکا سره د مخامخ خبرو وړاندیز وکړ، امریکا هم شین څراغ وښود، امریکا یو ډېر مهم ګام پورته کړ، په خټه افغان زلمی خلیلزاد چې د امریکا له مشهورو دیپلوماتانو یو دی، د افغان سولې لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی وټاکل شو. هغه له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې چې تر اوسه د دې مخامخ خبرو څلور پړاوونه بشپړ شوي، پنځم پړاو یې دوحه کې روان دی او شپږم پړاو یې هم په غالب ګومان سره د مارچ میاشت کې قطر کې پلان شوی.

په هر حال طالبان او امریکایان اوس د خبرو جدي پړاو ته ور رسیدلي، طالبان وايي، د دواړو خواوو کاري ډلې په دوو مهمو مسایلو بحث کوي.

  • له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي.
  • د سولې له تړون وروسته امریکا ته دا ډاډ چې افغانستان به نور امریکا او ملګرو ته ګواښ نه وي.

 

طالبان وایي چې دواړو مواردو کې پام وړ پرمختګ شوی او ټاکل شوې چې وروستۍ هوکړه وشي، خو  تر دې ځایه کابل چې امریکا یې کلکه ملګرتیا کوي، دې لړۍ ته نه دی ور ګډ شوی، حال دا چې ناټو، امریکا، د سیمې هېوادونه او ټول مهم لوبغاړي د سولې رښتینو او ګټورو خبرو د پیل لپاره د کابل رول مهم ګڼي او له طالبانو غواړي چې د جګړې له بل اصلي اړخ یعنې افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني.

که طالبان په رښتیا جدي وي او سوله  غواړي نو له دې بې ځایه خبرو او دریځونو دې په شا شي چې وایي له حکومت سره خبرو ته نه کیني، حکومت د افغانانو د اتلس کلنو قربانیو پایله ده، دا یواځې حکومت نه دی بلکې یو ښه نظام دی، دا منو چې افراد به یې ستونزې ولري، فساد یې جدي ستونزه ده، خو پر نظام د بطلان کرښه را ایستل افغانانو ته د نه منلوخبره ده.

افغان حکومت په دې بهیر اندېښمن دی، او حق یې هم دی چې اندېښمن شي، په زغرده وایي چې هیڅ هېواد حق نه لري چې په مذاکراتو کې د دوي دریځ ونیسي. هغه د پیښوریو متل دی چې وایی، که ځې ، ځې ابازوله به راځي. ابازو یوه سیمه ده او په افغانستان کې هم یومتل دی چې وایي د غنمو لار په ژرنده ده. طالبان نه شي کولی دومره ستر اړخ چې له اتلسو کلونو راهیسې پرې پانګونه شوې، له پامه وغورځوي، خلک نه غواړي د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین مخې ته په دوحې کې یوه داسې سر لوڅې ښځه روانه وه چې تنګ بلوز یې اغوستی و او پینډۍ یې هم لوڅې وې، افغانانو لا خپل افغانیت نه دی ورک کړی، هغسې حالت نه غواړي او نه یې خوښیږي، خو طالبان نه شي کولی د ټولنې دا لوی قشر(ښځې) له زدکړو او ټولنه کې له رول لوبولو را وګرځوي.

  • طالبان که راځي هر کله دې راشي خو نه شي کولی له خلکو جمهوریت واخلي او خپل امارت پرې وتپي.
  • طالبان که راځي، هر کله دې راشي خو نور نه شي کولی د خلکو شخصي ژوند کې په ژور ډول ښکېل شي.
  • طالبان که راځي، هر کله دې راشي خو نور نه شي کولی ښځې په کور کینوي.
  • طالبان که راځي، هر کله دې راشي خو نور نه شي کولی د خلکو ږیرو، تخرګونو او ګنډو کې کار ولري.
  • طالبان که راځي، هر کله دې راشي خو نور نه شي کولی، یواځې یوه راډیو چې شریعت غږ وه، خپرونې ولري.
  • طالبان که راځي، هر کله دې راشي خو د حکمتیارپه څېر دې ټول پرمختګونه او لاسته راوړنې ومني.
  • طالبان که راځي، هر کله دې راشي خو نه شي کولی چې ووایي، اردو، پولیس او ملي امنیت منحل
  • طالبان که راځي، هر کله دې راشي خو نه شي کولی له خلکو لمریز کال واخلي او پر ځای یې قمري کال چې د عربو سوغات دی، پر خلکو ومني.
  • طالبان که راځي، هر کله دې راشي خو نور نه شي کولی د خلکو فردي او ډله ییزه آزادي سلب کړي، ځکه افغانانو د دې ټولو لپاره ډېره قرباني ورکړې، په ډ‌ېرو وحشیانه بریدونو کې چې هیڅ آسماني کتاب روا نه دي بللي د  کورنۍ ډېر غړي او خپلوان له لاسه ورکړي، او دا یواځې د همدې لپاره چې دوي(افغانانو) خپله لار موندلې، نور نه غواړي په شا شي، بلکې غواړي دې یوویشتمه پیړۍ کې له نورې نړۍ سره سیال شي.
  • افغانان که ښځې دي او که نر، که پاخه دي یا واړه، ټول د سولې تږي دي، خو داسې سوله نه غواړي چې هر څه یې ترې واخیستل شي. که دې ټولو مواردو سره طالبان راضي وي نو د افغانانو غیږ ورته خلاصه ده، ځکه افغانان د نړۍ یواځینی ملت دی چې هر چا ته وخت ورکوي، مخکې له دې چې ناوخته شوي وي،  طالبانو ته په کار ده چې له خپل نظام سره خبرو ته کیني، طالبان نور نه شي کولی په خپل سپین بیرغ او سرتمبه دریځ نور افغانان له ۲۰۰۱ کال مخکې حالت ته ور ټېل وهي.
  • د همدې درې رنګه ښکلي بیرغ تر سیوري لاندې مونږ د طالبانو شتون غواړو، حکمتیار هم ډېرې ډغرې ووهلې خو باالاخره د سولې خبرو ته کیناست او اوس د همدې نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي د خپل ځان تر څنګ یې د سلګونو ساتوونکو جیبونه او خیټې د همدې نظام له پیسو ډکې دي او که طالبان غواړي چې له دې نظام سره یو ځای شي، داجرایي رییس ښاغلي عبدالله عبدالله په وینا، داسې یو مراسم به ورته ونیول شي چې حکمتیار ته نیول شوي وو او حتی له دې مراسمو به ستر او شانداره وي، نو هیڅ پلمه نه ده پاتې، که طالبان په رښتیا هم خپلواک وي، نو خپل نظام سره دې خبرو ته کیني.
  • په دې هیله چې دوه زره نولسم کال د افغان اوږدې جګړې د پای کال وي، او طالبان د هېواد ورانولو پر ځای د هېواد آباودلو ته ملا وتړي.
  • پای