کور / راپور / وروستيو اورښتونو د ځان سره ستونزي هم راوړي دي

وروستيو اورښتونو د ځان سره ستونزي هم راوړي دي

په افغانستان کي وروستي اورښتونه د ډېرو سېلابونو سره مله دي.

تېره ورځ د افغانستان په شمالي او سهيلي ولايتونو کي اورښتونه پيل سول چي تردا مهاله دوام لري.

تېره شپه د کندهار ځيني ولسوالۍ او د ښار ځيني څنډي سيلابونو اغېزمني کړې.

د سيلاب ځپلو سره د کندهار ښار او ولسواليو اوسېدونکي، ملي سوداګر، مدني فعالان او دولتي ځواکونه اوږه پر اوږه ولاړ دي چي ډېرو کورنيو ته ئې سرپناوي برابري کړې.

تېره شپه په کندهار ښار کي د ودونو سالونونه او ګڼ کورونه د بې سرپناه خلګو پر وړاندي خلاص وه او ټوله شپه په ښار کي بسونه د خلکو د مرستي لپاره تګ راتګ کاوه.

خو دا مهال هم د کندهار ښار ځيني سيمي د بارانونو او سيلابونو د خطر سره مخ دي.

همداراز د کابل – کندهار پر لويه لار د زابل په شاه جوی سيمه کي هم د مسافرو ګڼ موټر په واوره او يخ کي بند پاتي دي چي د هوا د خرابوالي له امله د مرستو لېږد ورته ستونزمن سوی دی.

په سيلابونو کي بند پاتي کسان د دولت او ولسي وګړو مرستي ته اړتيا لري ترڅو د بشري ناورين مخه ونيول سي.