کور / راپور / کندهار: په سيلاب کي بند پاته کسان د ملي ځواکونو له خوا د هوا له لاري خوندي سيمو ته انتقال سول

کندهار: په سيلاب کي بند پاته کسان د ملي ځواکونو له خوا د هوا له لاري خوندي سيمو ته انتقال سول

افغان ځواکونو د ولايتي ادارې په مرسته د کندهار په ارغنداب او پنجوايي ولسوالۍ کي په سېلاب کي بند کسان د هوا له لاري د ښار مرکز ته انتقال کړل.

د تېري شپې د سختو اورښتونو له امله د کندهار ښار او د ولسواليو ګڼ اوسېدونکي د سخت حالت سره مخ سول، چي ځيني ئې په اوبو او سيلابونو کي بند پاتي سول.

تېره شپه په کندهار کي دولتي ځواکونو، عام اولس، ملي سوداګرو، مدني فعالانو او ځوانانو د هيوادوالو په چوپړ کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې او د بې سرپناه کسانو لپاره ئې خپل کورونه، ګودامونه او د ودونو سالونونه د سرپناه په توګه پرانستي وه.

په کندهار کي د ښار او ولسواليو لپاره ټوله شپه بس موټران د هغه کسانو د انتقال او خوندي سيمو ته د رسولو دنده لرل چي وروستيو اورښتونو اغېزمن کړي وه.

نن سهار د کندهار والي حيات الله حيات د بېړنيو مرستو رسولو لپاره عاجله غونډه راوبلل او د ځپل سويو کسانو د مرستي لپاره اووه کسيزه ټيمونه وګومارل سول.

همداراز د کندهار امنيه قومندان تورن جنرال تادين خان د ښار هغه سيمو ته ورغلی چي کورونه پکي وران سوي وه او د ځپل سويو کورنيو سره ئې نقدي مرسته وکړه.

 خو دا مهال هم د کندهار ښار ځيني سيمي د بارانونو او سيلابونو د خطر سره مخ دي.

په کندهار ښار کي ګڼ کورونه نړېدلي، ۷ تنه شهيدان سوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

همداراز د کابل – کندهار پر لويه لار د زابل په شاه جوی سيمه کي هم د مسافرو ګڼ موټر په واوره او يخ کي بند پاتي دي چي د هوا د خرابوالي له امله د مرستو لېږد ورته ستونزمن سوی دی.

په سيلابونو کي بند پاتي کسان د دولت او ولسي وګړو مرستي ته اړتيا لري ترڅو د بشري ناورين مخه ونيول سي.