کور / راپور / د کابل – کندهار پر لويه لار په سلګونو موټران او مسافر بند پاتي دي

د کابل – کندهار پر لويه لار په سلګونو موټران او مسافر بند پاتي دي

 د کابل – کندهار پر لويه لار په سلګونو مسافر په زابل او غزني ولايتونو کي د لاري  پر سر بند پاته  دي.

په زابل او غزني ولايتونو له تېرې ورځې راهيسي واوره اوري چي له کبله ئې سېلابي اوبه د کابل ـ کندهار  لويي لارې ته را وتلي دي.

د لاري پر سر بند پاته مسافر وايي، د لارې پر سر د نا امنيو له کبله نړېدلو پلونو او پلچکونو لويه ستونزه جوړه کړې.

ددوی په وينا، مسافر وړونکي بسان له همدې کبله نه سي کولای چي يوې او بلي خواته تګ راتګ وکړي او خپل سفر ته ادامه ورکړي.

د زابل د ښار صفا او شاجوۍ ولسواليو په اړوند سيمو کي تر دوه سوه زيات مسافر وړونکي بسان او لارۍ له پرون ماښام راهيسې بند پاتي دي.

د مسافرو د شپې تېرولو لپاره د امکاناتو نه شون او سړه هوا د مسافرو لپاره جدي ستونزه ده چي د زياتي يخنۍ له کبله ځيني ښځي او ماشومان اوس هم ناروغه سوي دي.

وروستیو اورښتونو د اکثرو ولایتونو لوی لارې تړلي دي.

بل خوا د زابل چارواکي وايي، چي تېره شپه د زابل والي او امنيتي چارواکي سيمي ته تللي دي او حالت له نږدې څاري.

د چارواکو په خبره، تمه ده چي نن به دغه لويه لار خلاصه سي.