کور / تازه خبرونه / د سرپل په سنچارک کي ملي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د سرپل په سنچارک کي ملي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

طالبان وايي د #سرپل #سنچارک ولسوالۍ دشاهین ۲۰۹ پر قطار يې بريد کړی او ملي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده او ۴ تنه يې اسير کړيدي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي ۵ ټانګونه اورینجرموټران ۶ موټرسایکلان ۲۱ میله وسلې او یو نظامي امبولانس ددوی د جنګياليو لاسته ورغلي دي.

د دفاع وزارت د توحيد مرکز لراوبر ته وويل چي دا پېښه

تېره شپه نه بلکي دوې ورځي مخکي پېښه سوه چي ۳ سرتيري شهيدان او ۴ تنه اسير سويدي.

دوی وايي چي د وسايطو نيول يا له منځه تللو خبره حقيقت نلري.