کور / راپور / د PTM هالنډ څانکې د اوتریخت ولایت د سیمه ايزې څانګې پرانیستغونډه

د PTM هالنډ څانکې د اوتریخت ولایت د سیمه ايزې څانګې پرانیستغونډه

د هالنډ پي ټي ام (PTM) څانګې نن د مارچ په دوهمه نېټه په هالنډ کې د سیمه ییزو کمېټو د څانګو د پرانیستو په دوام د اوتریخت ولایت او اړوندو ښارونو سیمه ايزه څانګه پرانیستله.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جنوري په دیارلسمه نېټه د جنوبي هالنډ سیمه ايزه څانګه هم پرانیستل شوې وه او اوس د پي ټي ام هالنډ څانګې تر چتر لاندې خپل کارونه تنظیموي.
دا غونډه چې د فنندال ښار کې جوړه شوې وه، دوه برخې یې درلودې: لمړۍ برخه یې وینا او دوهمه برخه یې ټاکنو ته ځانګړې شوې وه.
پيل یې د قران کریم د څو مبارکو ایاتو په تلاوت سره وشو. بیا ډاکټر صاحب عبدالله عالم چي هممهاله یې د غونډې ویندويي هم کوله، پرانستونکي وینا او د غونډې اجندا واوروله. ورپسې هر یو پوهندوی ډاکټر عبدالرشید جلیلي، ښاغلي ننګیالی پڅرکي، ښاغلي زر علي افریدي او ډاکټرې حوریه عالم خوګیاڼۍ له امو تر اباسینه د پښتنو په تاریخ او روانو ستونزو، په پښتنو د روانو ظلمونو او ددوي د بشري حقونو تو پښو لاندې کیدو او د پي ټي ام د غورځنګ د اړتیا په اړه یې خپلې خبرې واورولې.
د غونډ‌ې په دوهمه برخه کې د اوتریخت سیمه ییزه کمیټه وټاکل شوه.
ددې برخې په پيل کې ښاغلي ډاکټرعرفان نور او انجنير خیبر ګاونډي د ښاري یا سیمه ايزو کمېټو د اړتیا او دندو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په اروپا او په ځانګړې توګه په هالنډ کې سیمه ايزې کمېټې د هالنډ پي ټي ام څانګې سره د چارو په انسجام کې مرسته کوي. هره سیمه به یوه ښاري کمېټه ولري او په ټوله کې به دا کمېټې د هالنډ په کچه د پي ټي ام څانګه جوړوي، په اروپا کې به د پي ټي ام غوښتنې تر نړیوالو رسوي او د پښتنو د روان ناورین په اړه به تر خپلې وسې پورې هڅه کوي چې دا تپل شوې جګړه ودروي او له نړیوالو به غوښتنه کوي چې په ظالمو حاکمو کړیو فشار راوړي چې د پښتنو حقوق ورکړي او ظلم ختم کړي.
ټاکنې د ټولو ګډونوالو په حضور کې وشوې چې د رایو په اکثریت سره میرمن ثریا روفي د اوتریخت ولایت د څانګې مشره وټاکل شوه. ډاکټر قدرت لله علي خیل یې د مرستیال په توګه ونومول شو. ډاکټره ګل اندامه وردک د اړیکو د مشرې په توګه، انجنيراسد سعادت او ډاکټر عبدالله عالم د اړیکو د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.
غونډه ناوخته مهال د پي ټي ام د څانګې د مسولینو لخوا له ګډونوالو او د غونډې د جوړونکو لخوا مننه وکړه او غونډه د دعایی په لوستلو سره پای ته ورسیده.


❤️ مبارک دي وي ❤️په #هالنډ کي د PTM دريمه څانګه هم پرانستل سوهلنډ خبر او د پوهاند ډاکټر عبدالرشيد جليلي ارزښتناک نظر

Posted by ‎Larawbar.com لراوبر‎ on Saturday, March 2, 2019

د هالنډ پي ټي ام څانګه په پام کې لري چې له دې وروسته د هالنډ په پاتې سیمو کې هم سیمه ايزې کمېټې وټاکي.



راپور: نذيراحمد نذير