کور / تازه خبرونه / کندهار شازلميان پوهني ته د والي پاملرنه غواړي

کندهار شازلميان پوهني ته د والي پاملرنه غواړي

د کندهار د شازلمیانو په نوم د ځوانانو یوه بنسټ له کندهار والي حیات الله حیات سره په پوهني ریاست کي د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.
دوی د پوهني په ریاست کي دوامداري ستونزي د کندهار راتلونکي ښوونیز بهیر ته خطر ګڼلی.
د دغه بنسټ غړیو د آزادي سیالۍ له لاري د بریالي سوي رئيس د ژر تر ژر معرفي کېدو، له ښځينه ښوونځيو څخه د نارینو امرینو لیري کولو، په ولسوالیو کي د خیالي ښوونځيو د سم فعالولو او د ازاد رقابت له لاري د راغلیو کسانو په دنده ګمارلو غوښتني وکړې.

خو یوې سرچینې ویلي، چي کندهار والي د پوهني ریاست په ګ‌‌‌‌‌‌ډون په یو شمېر نورو ریاستونو کي د بدلون واک نه لري.
دا صلاحیت هغه توافق پرمهال ورڅخه واخیستل سو، چي کندهار کي یې یو شمېر کسان پر ضد ودرېدل.
صديق الله افغان