کور / راپور / د ټاکنو د کمېسونونو نوي غړي معرفي سول

د ټاکنو د کمېسونونو نوي غړي معرفي سول

تېره ورځ د ولسمشر دفتر د ټاکنو د دواړو کمېسونونو ( د ټاکنو خپلواک کمېسون او د شکايتونو کمېسون) نوي غړي معرفي کړل.

دا نوي‌ غړي وروسته له هغه ټاکل کېږي چي د يادو کمېسونونو پخواني غړي د خپلو دندو څخه د ناوړه استفادې په تور له دندو ګوښه کړل سول.

دغه کسان د پلټنو تر بشپړېدو پوري له افغانستان څخه ممنوع الخروج دي.

پر پخوانيو غړو تور دی چي د ټاکنو اړوند شکایتونه، ‌تېروتني او قضیې ئې سمي نه دي څېړلي او له خپلو دندو او صلاحیتونو څخه ئې ناوړه استفاده کړې ده.

د ولسمشر غني د نوي فرمان له مخي چمن شاه اعتمادي د ټاکنو د خپلواک کمېسون د مشر په توګه او ورسره مل کسان سید عصمت‌الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګ زیب، محمد حنیف دانشیار، مسافر قوقندي، حوا علم نورستانۍ او رحیمه ظریفي د انتخاباتو د کمیسیون غړي ټاکل سوي ‌دي.

 همداراز حبيب الرحمن ننګ د ټاکنو د شکايتي کمېسون د مشر په توګه او ورسره مل کسان محمد قاسم الیاسي، زهره بیان شینواری، مولوی دین‌محمد عظیمي، محمد یونس طغرا او سید قطب ‌الدین رویدار د انتخاباتي شکایاتونو د کمیسیون غړي ټاکل سوي‌دي.

د ټاکنو د کمېسونونو د مشرانو او غړو پر ټاکلو نيوکي هم سوي دي او ويل کېږي چي د سياسي موخي په هدف ټاکل سوي دی.