کور / راپور / امريکا: پلټنه کوو چي پاکستان د هند پر ضد د امريکايي ايف ۱۶ الوتکه کارولې ده که يا

امريکا: پلټنه کوو چي پاکستان د هند پر ضد د امريکايي ايف ۱۶ الوتکه کارولې ده که يا

امريکا وايي، ددې پلټنه کوي چي ايا پاکستان د هندۍ الوتکي د رانسکورولو لپاره امريکايي ايف۱۶ الوتکه کارولې ده که څنګه.

په پاکستان کي د امريکا سفارت وايي، دا به مالومه کړي چي ايا پاکستان د هند پر وړاندي د امريکا ورکړل سوي ايف ۱۶ الوتکه کارولې ده که يا.

که چيري پاکستان په دغه عملياتو کي د امريکا ايف ۱۶ الوتکه کارولې وي، نو کېدای سي امريکا له پاکستان څخه خپلي ټولي ورکړل سوي ايف ۱۶ الوتکي بېرته واخلي.

امريکا پاکستان ته جنګي الوتکي د دفاع لپاره ورکړي دي.

په دغه تړون کي د ايف ۱۶ امريکايي الوتکو د استعمال حدود ټاکل سوي دي او پاکستان نه سي کولای چي د بل هيواد پرضد ئې وکاروي.

تېره اوونۍ پاکستان ادعا وکړه چي د هند پوځي الوتکه ئې راغورځولې ده او پېلوټ ئې ژوندی نيولی دی.

پاکستان نيول سوی هندی پېلوټ د څو ساعتونو وروسته هند ته وسپاره.

د پاکستان او هند ترمنځ تاوتريخوالي وروسته ترهغه زور واخيست چي په هندي کشمير کي ځانمرګي بريدګر د هند ۴۰ پوځيان ووژل،. ددې بريد مسؤوليت پاکستان ميشتي جيش محمد ډلي پرغاړه واخيست.

تردې وروسته هند پر پاکستان بريد وکړ او د جيش محمد ډلي په سلګونو کسان ئې ووژل.