کور / راپور / د برتانيې لومړۍ وزيره عمران خان ته : د ټولو ترهګرو پرضد ګامونه اوچت کړه

د برتانيې لومړۍ وزيره عمران خان ته : د ټولو ترهګرو پرضد ګامونه اوچت کړه

د برتانيې لومړۍ وزيري تريزامی د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره په ټلفوني خبرو کي ويلي، چي د ټولو ترهګرو پر ضد دي عملي ګامونه پورته کړي.

د تريزا مي دفتر وايي، عمران خان ته مو وويل، چي په پاکستان کي د ټولو ترهګرو پر ضد اقدامات وکړي او پرته له توپيره د ټولو ترهګرو پر وړاندي دي جدي ګامونه پورته کړي.

دا پر داسي مهال ده چي د فبروري پر ۱۴ نېټه په هندي کشمير کي ځانمرګي بريدګر ۴۰ هندي نيمه سرتېري ووژل او ددغه بريد مسؤوليت پاکستان مېشتي ترهګري ډلي جيش محمد پر غاړه واخيستل.

هند هم د غچ اخيستلو لپاره په پاکستان کي د جيش محمد ډلي ترټولو ستر مرکز بمبار کړ او ددغي ډلي په سلګونو غړي ئې ووژل.

د هند د بريد په هکله نړيوال غبرګونونه مثبت وه او ډېرو هيوادونو دهند په دفاع کي وويل، چي هندوستان دا حق لري چي د ځان دفاع وکړي او د ترهګرو پر وړاندي د خپل هيواد ساتنه وکړي.

پاکستان په خپله خاوره کي بېلابېلو ترهګرو ډلو ته پناه ځايونه، امکانات او مالي مرستي برابروي ترڅو په سيمه او نړۍ کي حالات خړ پړ کړي.

شنونکي وايي، چي پاکستان د اسلامي ستراتيژۍ څخه په ګټه اخيستنه اسلامپالي د خپلو ګټو لپاره استعمالوي، چي د همدوی په مټ ئې په سيمه په تېره په افغانستان کي د جګړې ډګر تود ساتلی دی.

پاکستان دا مهال د نړيوالي ټولني د سختو نيوکو سره مخ دی.