کور / تازه خبرونه / کابل- دوه غله له ۱۱۰۰ مبايلونو سره ونيول سول

کابل- دوه غله له ۱۱۰۰ مبايلونو سره ونيول سول

د کابل په 11 مه حوزه کې دوه حرفوي غله ونیول شول.
له دغو کسانو 1100 غلا شوي مبایلونه هم ترلاسه شوي.
همدارنکه دغو دوو کسانو څو ورځې مخکې د کابل د دویمې حوزې له کارته پروان سیمې د یوه سوداگر یو موټر غلا کڔی و چې پکې 3300 سمارت مبایلونه هم وو.
دوی پخوانی جرمي سابقه هم لري او یو میل کلاشینکوف هم ترې نیول شوی دی.
دغه دوه تنه غله د کابل د امنیه قوماندانی د جرمونو پر وراندې د مبارزې ریاست لخوا په اوپراتیفي عملیاتو کې نیول شوي.