کور / تازه خبرونه / کندهار شازلمي: که معارف له فساده نه پاکوئ لاريونونه راباسو

کندهار شازلمي: که معارف له فساده نه پاکوئ لاريونونه راباسو

د کندهار شازلمو په نوم د بااحساسو ځوانانو ټولنه جي د تېرو شاوخوا ۶ مياشتو راهيسي د پوهني غوندي نورو بنسټيزو چارو کي د فساد د مخنيوي او ستونزو د له منځه وړلو په چارو کي هلي ځلي کوي نن وويل ګي که د کندهار په معارف کښي اصلاحات رانسي موږ به د خپلو ځوانانو ورونو او خویندو په مرسته پراخ لاريونونه وکړو.

کندهار شازلميو د لاندي اصلاحاتو غوښتنه کړې ده:

1. د ښځينه ښوونځيو آمرين دي ښځينه وي . 

2 . د استادانو معاشونه دي د بانک له لاري وي .

3. تړلي ښوونځي دي د زدکوونکو پر مخ پرانستل سي.

4. د ولايت مقام لخوا دي کميټه وټاکل سي چي خيالي ښوونځي او خيالي استادان معلوم کړي.

5. هغه ځوانان چې د ازاد رقابت له لارې کامياب شوي د پوهنې خالي بستونه دي ورته تسليم سي او هغه په زور او واسطه چي ځاي اشغال کړي ليري دي سي .