کور / ترخې خبري / دخبريالانو په ضد پلان شوى تشدد روان دى

دخبريالانو په ضد پلان شوى تشدد روان دى

 





Video


د روحاني هېرول ، د ژورناليزم قتلول


 ۵۰ مه ورځ هم د روحاني قاتل ونه پيژندل شو! 


دادى پوره ۵۰ ورځې شوې چې عبدالصمد روحاني زموږ ترمنځ نشته او حكومت ددې پياوړي خبريال د وژلو په تور هيڅوك نه دي نيولي .


ددې ترڅنګ چې يې د ښاغلي روحاني پر وژنه سترګې مړې اچولي دي بلكه د نورو خبريالان د امنيت په ساتلو كې ناكامه شوى دى.


د كندهار ، هلمند، كابل او د هرات د ولايتونو نه خبريالانو كورنيو اړ نړيوالو رسنيو ته ويلي دي چې دناڅرګندو وسله والو كسانو له خوا ګواښل كيږي .


دافغانستان له سوېل او خپله پايتخت كابل نه يو شمير  خبريالان د امنيتي ګواښونو له امله  نامالومو ځايونو ته تلي دي .


په افغانستان كې دننه او بهر د خبريالانړ ددفاع ټولنو انديښنه ښكاره كړې ده چې په افغانستان كې د خبريالانو په وړاندې پلان شوى تاوتريخوالى په كار اچول شوى دى .


په كابل كې د خبريالانو يوې بې پرې تولنې انديښنه ښودلې ده چې د طالبانو سره سره د افغانستان په حكومت كې دننه يو شمير ځواكونه د خبريالانو پر ځورولو لاس پورې كوي .


جنګي سالاران او هغه جنايي ډلې چې په وسله والو غلا غديو كې لاس لري خبريالانو ته يې ګواښونه ولاړ كړي دي  د خبريالانو په وړاندې خنډونه جوړوي .


د حامد كرزي لويه لاسته راوړنه چې په افغانستان كې د وينا ازادي بلل كيږي و داسې ښكاري چې اوس د يو پلان شوي  ګواښ سره مخامخ شوې ده .


دحقيقت څرګندول چې په هغو كې حامد كرزي د فاسد حكومت ، د نشيي توكو د كاروباد، داداري فساد ،د نا امنيو په وړاندې د حكومت بېوسي او داسې نورې ستونزې په كې بربنډيږي حكومتي ځواكونه يې د زغم وړتيا نلري او په بيساري ډول يې د خبريالانو د ګواښلو لړۍ پيل كړې ده .


دسفما يا د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو د ادارې د وينا په اساس په لسګونو خبريالانو ددې تاوتريخوالي له كبله خپلې دندې پريښي دي ځينې يې بنديان شوي دي ،ځينې يې ډبول شوي دي او ډيرو ته يې د مرګ ګواښونه شوي دي .


د خبريالانو د دفاع ټولنې وايي  لومړى يوازې دطالبانو  له خوا  ګواښ پيښ وو خو خبريالانو كولى شول چې د هيواد بيلا بيلو برخو او ولسواليو ته سفر وكړي .


خو اوس له طالبانو پرته نور ځواكونه هم خبريالانو  ژوند ته د لوى ګواښ په توګه راښكاره شوي دي .


د عبدالصمد روحاني له وژل كيدو وروسته ډيرو خبريالانو  د لر او بر ويبياڼې ته ويلي دي چې د ډيرو انديښنو له كبله يې ذهني ثبات له لاسه وركړى دى او ډير د فشار لاندې دي.


دا فشارونه ان دننه په كابل كې د پوليسو او نورو وسله والو ډلو له خوا راپورته شوي دي .


دازادۍ راديو يوې سرچينې  لر او بر ويبپاڼې ته ويلي دي چې ددوى خبريالان په افغانستان كې له سختو ستونزو سره مخامخ دي او په دې وروستيو كې يې په سوېل كې يو خبريال د طالبانو له يرغمل هم نيول شوى و.


يوشمير خبريالان اړ شوي دي چې د يو ناڅرګند وخت لپاره خپلې دندې ته شا كړي او ځانونه خوندي ځايونو ورسوي .


د بي بي سي يو خبريال حنان حبيبزي ته يوې نژدې سرچينې هم د لر او بر ويبپاڼې ته وويل چې د ورپيښو امنيتي ګواښونو له كبله ښاغلى حبيبزى د يو څه وخت لپاره د خپلې  دندې پريښدو  ته اړ شوى دى .


دا نوې خبره نه ده ،له دې وړاندې هم يو شمير خبريالان مجبور شوي دي چې خپلې دندې پريږدي  . د خبريالانو ټولنې وايي  دولت اوس د امنيت له اړخه خپله هم له سختو چلنجونو سره مخامخ دى او نشي كولاى چې د خپلو كاركونكو امنيت وساتي نو د خبريالانو امنيت به څنګه وساتلى شي.


هغه كسان چې خبريالان ګواښوي ورته وايي  چې ددوى په ضد خبرې ونكړي ،كه يې وکړي نو وبه يې وژني .


خو ددې نه خبر نه دي چې ژورناليزم بې پرېتوب ته وايي او خبريالان د هيچا طرفدار هم نه دي .


دعبدالصمد روحاني په اړه په يوه غونډه كې د خبريالانو  يوې بې پرې ټولنې مشر رحيم الله سمندر  را ټولو شو خلكو ته وويل چې خبريالانو ته د واليانو ، وزيرانو او له ولسمشر نه همغدغه بېدفاع او بېګنا او رنځيدلي خلك ډير ارزښت لري.


دا په حقيقت ولاړه خبره ده ،هغه څوك چې د خبريالانو سره دښمني كوي دخپلې ژبې او سترګو سره دښمني كوي .


خبريالان دټولنې ژبه او سترګې دي .ډيرې پيښې چې ولس ترې نا خبره وي همدا خبريالان يې راپورته كوي او دولت د ناوړه كارونو نه ولس خبروي .


د همدې لپاره د زور خاوندان څه په دولتي چوكاټ كې او څه ددولت نه بهر له خبريالانو سره بد چلند كوي او هغوى ته په ښه سترګه نه ګوري.


موږ يو ځل بيا دمسولو چارواكو نه غوښتنه كوو چې دخبريالانو خونديتوب ډاډه كړي ،كنه نو هغه لاسته راوړنې به يې په اوبو كې لاهو شي چې دولت يې د تر لاسه كيدو دعوا كوي.


حامد كرزي پخپله په يوكنفرانس كې ويلي وو چې دولت يې ددوه زره دوم كال په پرتله ډير پرمختګ كړى دى خو په هغه وخت كې چې طالبانو نوې ماتې خوړلې وه خبريالانو كولى شول چې د افغانستان هرې برخې ته لاړ شي.


هغه وخت كې چارواكو او جنګي سالارانو غوښتل چې د طالبانو ماتې او خپل برى په رسنيو كې خپور كړي خو اوس چې خپله د حكومت ماتې په رسنيو كې د يو حقيقت په توګه خپريږي  دولتي چارواكي يې د مخنيوي كوشش كوي.


او دا د حامد كرزي د هغې ادعا په خلاف خبره ده چې وايي ددوه زره دوم كال په پرتله يې ډير پرمختګ كړى دى.


حكومت يې د فاسدو مامورينو او جنګي سالارانو په منګلو كې دى چې يوازې د پيسو لپاره د هر څه پر سر معامله كوي  .


كرزى بايد د اس غوندې مخكې ونه ګوري شاوخوا ته وګوري او ترهګرۍ په ضد جګړې په څير يوه بله جګړه له


همدې  خپل چاپيريال او دفتر نه  پيل كړي.


دا جګړه د هغو كسانو په ضد په لاره واچوي چې خپلې ګټې په بې ثباتۍ كې ويني .


د سربيا حكومت وكولى شول چې د خپل هيواد ټول هغه جنګي سالاران او جګړه مار چې د بشر په حقونو پر تيريو تورن وو ونيسي او محاكمې ته يې وړاندې كړي .


خو دافغانستان مشر همدغه د ولس وژونكي د ولس د ويرولو لپاره په لويو څوكيو ګومارلي دي .


همدا خلك دي چې نه خبريالان تحمل كولى شي او نه رښتيا ته غاړه ږدي .