کور / خبرتیا او پيغامونه / په بایرن ایالت کې د مېشتوافغانانو د کولتوري ټولنې اعلاميه

په بایرن ایالت کې د مېشتوافغانانو د کولتوري ټولنې اعلاميه


ــ زموږ کولتوري ټولنه په کلکه دهیواد په دننه او بهر کې د ټولوهغو با احساسه هیوادوالو، کولتــوري ټولنواو ویاړلو لیکوالوملګرو څخه ملاتړ کوي کومو چي، دهیواد اوملي ارزښتونو او ویاړونو د دوښمن(عبدالطیف پدرام ) په وړاندې خپل وطنپالونکی غبرګون وښود 


ــ موږ د ننګرهار، خوست، لویې پکــتیا، او کړېدلي هلمند له اتلو شازلمو څخه ځکه په لمړي ګام ګې مننه اوملاتړ کوو چي، ډېر ژر یې د هیواد د ملي نوامسود غلیم (پدرام) د محاکمې لپاره سولیز لاریونونه وکړل


ــ موږ په لویه پکـتیا کې د پروني لاریون او پریکړوپه کلکه ملاتړ کوو په خاص ډول د پرېکړو وروستی بند یې ډېر په زړه پورې او د منلو وړ دی چي وایي:


که دا ملي خاین(پدرام) محاکمه نشي نو لویه پکــتیا به په راتلونکو ټول ټاکنتو کې برخه وا نه اخلي


زموږ د کولتوري ټولنې په کلکه همدا غوښتنه ده چي، دهیواد نورولایتونه هم دا شرط وړاندې کړي 


ــ موږ د مشرانو جرګي د نننۍ غونډې په کومه کې چي، دا ایرانی او روسی جاسوس (پدرام) د رایو په اتفــاق په کلکه محکوم کړشوملاتړ کووباید زیاته کړوچي د مشرانوجرګي هم له نړیوالې ټولنې اوهم له افغان دولت څخه وغوښـتل چي داد اسلام اوزموږ د ولـس شرمېدلی دوښمن ژر تر ژره لاس تړلی محاکمې ته راکش کړي دیادولو وړده چي، د مشرانو جرګې د نننۍ غونډې ټولو ګډونکوونکوته د پدرام ناروا او مستندې څرکندونې د هغه په منحوث غږ ور واورولې شوې


یادونـــــــه:


موږ د هغو بې وزلو کوچیانو وروڼو ملاتړ کوو کوم چي، د خپلوځمکو شرعي اسناد په لاس لري خوهیڅ چا نه ورته د لاریون بندوبس اونه یې ملاتړ وکړبلکې په مقابل کې یې ناروا اوغاصب لوري ته دا زمیینه برابره شوه چي هم مغرض لاریونونه وکړي اوهم د ملي خاین (پدرام)  دا نه بخښونکې څرکندونې د حاجی محمد محقق له تلویزیون(فردا) څخه په بیابیا خپرې کړي ترڅو د ملي احساساتو په راپارونه یو ځل بیا وروڼه قومونه د اورپه لمبو کې نینه نینه کړي .


د جرمني په بایرن ایالت کې د مېشتوافغانانو کولتوري ټولنـه