کور / #PTM / سينيټ د ارمان لوڼي د وژلو پرضد د مقدمې درجولو حکم صادر کړ

سينيټ د ارمان لوڼي د وژلو پرضد د مقدمې درجولو حکم صادر کړ

د پاکستان د مشرانو جرګې د حقوقي چارو کمېټې د ارواښاد ارمان لوڼي د قتل د مقدمې (ايف آی آر) د درجولو حکم وکړ.

نن د مشرانو جرګې حکم ورکړ چي د ارمان لوڼي د وژني مقدمه دي درج سي او په دې هکله دي پلټني وسي.

ارمان لوڼی چي د فبروري د مياشتي پر دوهمه نېټه قتل سو او پر وړاندي ئې د ايف آی آر درجول منع سوی وو.

ارواښاد ارمان لوڼي په لورلايي کي د پوليسو پرپوسته د بريد پر ضد چي د پاکستاني پوځ په اشاره سوی وو، ستر لاريون پيل کړ، چي په لسګونو زرو پښتنو پکي ګډون درلود.

د لاريون په ترڅ کي متقاعد جنرال  د پاکستاني پوځ په اشاره ارمان لوڼۍ په شکنجو د مرګ کومي ته ورسوی او ارمان لوڼي د پښتنو مبارزينو په کتار کي د خپل حق غوښتلو لپاره ژوند له لاسه ورکړ.

د ارواښاد لوڼي د وژني پر ضد په پښتونخوا، افغانستان، پاکستان او د نړۍ په لراوبر کي پښتنو لاريونونه پيل کړل، ترڅو د ارواښاد لوڼي د قتل په تور شکمن کسان ونيول سي او د پښتون ژغورني غورځنګ په تېره بيا د لوڼي کورنۍ ته انصاف ورکړل سي.

د شاوخوا يوې مياشتي د لاريونو په دې لړۍ کي چي د نړۍ لراوبر پښتنو پکي ګډون کړی وو، پاکستانی رياستي نظام دې ته اړ ايستی چي د ارواښاد لوڼي د وژني په هکله ايف آی آر درج کړي، خو لا تراوسه مالومه نه ده چي پوځي واکمنان  او دولت به ددغه ايف آی آر يا مقدمې په هکله څه ډول غبرګون وښيي.