کور / تازه خبرونه / د سولي خبري پېچلي دي خو پرمختګ هم سته

د سولي خبري پېچلي دي خو پرمختګ هم سته

د امريکا خارجه وزير ؛
د سولي خبري پېچلي دي خو پرمختګ هم سته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د سولې روان مذاکرات ډېر پیچلي یاد کړي دي.


مایک پومپیو په دوحه کې د امریکايي هیئت او طالب استازو ترمنځ روانو مذاکراتو ته په اشارې ویلي، چې دغه خبرې ډېرې پیچلي دي، خو وايي، په دغو خبرو کې ځیني پرمختګونه هم شته، چې ښايي نيږدې راتلونکې کې دی خپله پکې برخه واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، په قطر کې مذاکرات ځکه غځیږي، چې افغانستان تلپاتې سولې او ثبات ته ورسیږي.
پومپيو په داسې حال کې طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته د خپل سفر خبر ورکړی ، چې وړمه ورځ د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير هم په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ليدلي وو او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف هم دوحې ته رسيدلی دی.