کور / راپور / ننګرهار: پر شخصي ساختماني شرکت بريد سوی دی

ننګرهار: پر شخصي ساختماني شرکت بريد سوی دی

د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کي د MQ پر ساختماني شرکت د برید په ترڅ کي تر دا مهاله ۴ بریدګر وژل سوي دي .

د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د MQ  په نوم ساختماني شرکت باندې نن سهار وختي برید پیل سوی دی.

د چارواکو په خبره، تر دا مهاله دوه بریدګرو په ځان پوري تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او دوه نور د امنیتي ځواکونو له لورې وژل سوي دي.

د دې بریدونو پر مهال د شرکت ۳ کارکوونکي هم وژل سوي او ۶ نور ټپیان دي. ټپیان د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته لیږدول سوي دي.

خو د ځينو راپورونو له مخي په بريد کي مرګژوبله زياته ده.

چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو له لوري د مګړۍ په سیمه کي د پاتي بريدګرو د له منځه وړلو په موخه عملیات جریان لري.

دا خبر بشپړېږي…