کور / راپور / ننګرهار: پر خصوصي شرکت بريد پای ته رسېدلی دی

ننګرهار: پر خصوصي شرکت بريد پای ته رسېدلی دی

په ننګرهار کي پر یوه خصوصي ساختماني شرکت د وسله والو برید پای ته رسېدلی دی.

 د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وايي چي برید د پنځو ځانمرګو بریدګرو په وژل کيدو پای ته رسېدلی دی، خو تر دې دمه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی.

ددغه برید د تلفاتو په اړه ډول ډول راپورونه خپاره سوي دي.

 ځايي خبریالان وایي چي به برید کي تر ۱۵ پورې ملکیان وژل سوي او ۹ کسه نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي، چي سیمې ته د ځانګړو ځواکونو په رسېدو سره برید پای ته رسېدلی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

 امنیتي سرچینې وايي چي په دې اړه به نور جزیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.