کور / راپور / ولسمشر غني د کونړ سفر وکړ، خو د ډېرو خلګو سره ئې ونه ليدل

ولسمشر غني د کونړ سفر وکړ، خو د ډېرو خلګو سره ئې ونه ليدل

نن سهار ولسمشر اشرف غني کونړ ولايت ته ولاړی، خو د نوموړي سفر پرته له دې چي په يوه ستره غونډه کي راڅرګند سي پای ته ورسېدی.

ولسمشر غني ته د کونړ ډېری اوسېدونکي په تمه وه، چي ګڼي له نژدې ورسره وګوري او د ولايت په کچه خپلي ستونزي ورسره شريکي کړي، خو ولسمشر غني د ډېرو کسانو سره ونه ليدل.

کونړ ته د ولسمشر د ورتګ پر مهال ددغه ولايت مرکز اسعد اباد ته ورغلي ټولي لاري تړلي وې او د ليري ځايونو څخه خلګ د ښاغلي غني سره د ليدلو لپاره مرکز ته راغلي وه.تمه وه چي ولسمشر به په يوه لويه غونډه کي د خلګو سره وګوري او د هغوی ستونزي به واوري او د رسنيو پر وړاندي به ژمني ورسره وکړي، خو نوموړي د يو څو مخورو او قومي مشرانو سره وکتل او بېرته کابل ته ولاړ.

اشرف غني کونړ ته په نني سفر کي د دغه ولايت د عامي روغتيا رياست  ودانۍ هم پرانيستل.

ولسمشر اشرف غني د کونړ ولايت د عامي روغتيا رياست ودانۍ پرانيستل

د نوموړي دې سفر ته د کونړ اوسېدونکي بيلابيل نظرونه لري.کومو کسانو چي د ښاغلي غني سره وليدل، هغوی وايي، چي د ولسمشر سره ئې د ولس ستونزي شريکي کړې او نوموړي هم د ستونزو د هوارۍ ژمنه ورسره وکړه.

دکونړ يو اوسېدونکی چي د ولسمشر سره ئې ليدلي او د کونړ د ستونزو په هکله ورسره ږغېدلی، وايي: له ډېرې مودې د کونړ د خلګو ستونزي همداسي ناحله پاتي دي ، ژمنې ورسره کېږي خو په عملي ميدان کي څه نه ليدل کېږي، خو دا ځل  خلکو  ولسمشر ته د کونړ ستونزي په ګوته کړې او نوموړي هم ورسره کلکه ژمنه وکړه چې ستونزې به‌ ئې هوارې کړي.

د کونړ د برېښنا بند جوړولو په اړه‌ئې هم وویل چي پروسه‌ ئې تدارکاتو ته تللې ده.

خو د کونړ اوسېدونکي وايي، چي ددوی سره تل ژمني کېږي، خو پلي سوي نه ‌دي او د وعدو نه‌عملي کېدو خلک ناهیلې کړي دي.