کور / راپور / چارواکي: په جلال اباد ښار کي د حقاني شبکي مهم غړی نيول سوی دی

چارواکي: په جلال اباد ښار کي د حقاني شبکي مهم غړی نيول سوی دی

د ننګرهار  چارواکي وايي، چي په مرکز جلال اباد ښار کي ئې تېره ورځ د پولیسو ځانګړو ځواکونو له لورې د عملیاتو په ترڅ کي د حقاني شبکې مهم قوماندان ملا میرویس چي په کامران مشهور وو، ژوندی ونیول سو.

د چارواکو په خبره، ملا میرویس چي د حقاني شبکې اړوند د څلوېښت کسیز ګروپ مشري ئې په غاړه درلوده، په ګڼ شمیر ځانمرګو، وژنو او انسان تښتوونو  قضیو کي لاس درلود.

بل خوا دکورنیو چارو وزارت وایي،  چي په سمنگان ولایت کي  ئې۲۰ طالب وسلوال نیولي دي.

همداراز چارواکي وايي، چي په ننګرهار کي ئې د يو لړ عملياتو په ترڅ کي ګڼ شمېر داعش جنګيالي هم وژلي دي.