کور / خبرتیا او پيغامونه / د ښځو د نړيوالي ورځي په مناسب دمبارکی پيغام

د ښځو د نړيوالي ورځي په مناسب دمبارکی پيغام

 نېکمرغه دي وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون ورځ

فرخنده بادخاطره فراموش ناشدنی هشتم مارچ  ،روز همبستگي بين المللي زنان

د۲۰۱۹ م کا ل دمارچ  پنځمه سويډن – مالمو

دهيوادپياوړو قهرمانوخويند اوميندو!

تاسو اوستاسو په وسيله دټولي نړۍ  تر ستم لاندې اوزوريدلو ښځو ته دښځو دنړۍ وال پيوستون دتاريخي اونه هېرېدونکي ورځي په مناسبت  دزړه له کومي مبارکی اونيکي هېلي  وړاندې کوو.

ستاسواودنړۍ دټولو باغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو،جنسې  ستم او تبعيض،تېری اوظلم دپاي ته رسېدولپاره په عادلانه مبارزه کښې دزياتو برياو غوښتنه کوو.

دمارچ داتمي تاريخي ورځ ډير پخوانۍ او دردونکی تاريخ لري چي ددې ورځي دياد اودرناوی نه اوس نږدي يو سل اونهه ((۱۰۹)) کاله تيريږي ،خو ددي ورځي ياد دنړۍ دښځودفداکاريو، تلاښونو،سرښندونو اوقربانيو په پايله کي تر اوسه تازه او تل پاتی ساتل شوی دۍ اولاهم دنړی په هرهيوادکي ښځي مجبوري دي دخپل حق ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي .

په افغانستان  اونړی کښې د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي نمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشرد حقوقو نړيوال سازمانونه اوخيراندېښه ټولني د ښځوسره د زور زياتي اوټولنيزتاوتريخوالي له امله ژوري اندېښنې څرگندودي . تراوسه لادنړيوالوزبرځواکوترمنځ دنفوذدسيمودپراختياپه موخه دنړۍ په گوټ ،گوټ کښي جگړه روانه اوپدې جگړه کښي دمختليفو لاملونوله مخې تر هرچا ډيره ښځه زورېږي ،خپل دژوند،ملگرۍ اودزړه ټوټې دلاسه ورکوي  .

له بدمرغه سږکال بيا هم زموږپه سوځېدلي اوکړېدلي هيوادکي ددي تاريخي ورځي يادپه ډيرو زړه بوږنونکواوغم لړلو شرايطوکي تر سره کېږي . زموږ خوندي اوميندي لاتراوسه له اوښکونه په ډکو سروسترگوناستي اوديوې بلي غميزي  انتظار باسي .

درنو اوپتمنو اغلواوښاغلو!

دښځودنړيوال پيوستون  ورځ نږ دې ((۱۶۲)) کاله تاريخ لري ،پدې ټوله موده کښي دنړی ښځو،سياسي اوفرهنگي سازمانونواوټولنوددې ورځي ديادپه غونډوکې دښځودانساني حقوقو غوښتنه اوملاتړکړۍ دی .

دهمدې ورځي دتجليل په مراسموکښي چې دنړيوال پيوستون د ورځی په نامه ياديږي په يوشمير هيوادوکې دغونډو په جوړولوسره ددې ورځی ياد تازه ساتل کيږي اوپه ځينو هيوادوکښي لاتراوسه هم چي يويشتمه پېړۍ ده پر هغو غونډو چي ددې تاريخي ورځي په وياړجوړېږي دپوليسواووسله ولوځواکونوپوسيله حملې کيږي .له بده مرغه په يوشمير هيوادوکښي ددې ورځي د يادپه مناسبت دغونډي جوړول  کدغن  شوی دي اوپه خپلو تبليغاتوکي ددې ورځي نمانځل غيراسلامي بولي .

په حقيقت کي ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې ښځې اوپېغلي  په زيات  شمير هيوادوکي  په لويه کچه د اقتصادي ،سياسي ،فرهنگی اواجتماعي  ستونزوسره لاس په گريوان دي ،په اسيا .افريقا اولاتينه امريکا کښي  اوس چي دادی يويشتمه پيړۍ پيل سوېده ،ښځه  لاپه دوهمه اويادريمه کټگوری  کي راځی اوکله ناکله هغې ته دحيوان په سترگه کتل کيږي .داچي هر ورځ په نړی کي ښځي داقتصادي ستونزو،درملو اوروغتيايي  مرستودنشتوالي له امله خپل  اويا دماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې په کال کښي  تر يوميليون اوړی . همدا اوس دنړی  ۲۵ په سلوکې  دخوراک هيڅ توکی نلري او۵۰ په سلوکي يوازي  دژوند ددوام لږ خواړه ترلاسه کولاي سي .اوپه نړيواله کچه  تر ۶۰ په سلوکې زياتي ښځی دسوادله نعمته محرومي،په توروديوالوکي شپې او ورځي سباکوی .

په نړواله کچه کورنۍ اوټولنيز تاوتريخوالي خپلوورستيو مرحلوته رسېږي . همدا اوس  په عراق،سوريه ،يمن ، افغانستان،فلسطين ،يوشمر افريقايي او اسيايي هيوادوکي  هر ورځ  ميندي اودهغوي ماشومان  دجگړي داورپه لمبوکي سوځي .

په افغانستان کي پر جگړ ه سربېره يوشمير ښځی دمنځنيو پيړيودود اودستور هره ورځ په خپلو منگلوکي رانغاړی  .

زموږ په هيواد کې دعنعنو اوعقيدوڅخه په ناروا گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيواد دژوند له سياسي ، اجتماعې، فرهنگې  آزاديو اوحقو قو څخه محرومي دي .په ټولنيز ژوند کښي دښځو مقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي . تر اوسه ښځه دکور بندي او لکه غلام په بدو کې ورکول کيږي ،جرم نارينه کوي  ولي جزائې ښځه ويني .

دښځوپه مقابل کي زورزياتی ،دوسله والوکسانولخوا بې شمېره تجاوزونه ،په زور ودونه اوپه بدوکې دښځواو پېغلو ورکول ،خرڅول ، وهل ،ټکول ،دټولو انساني اواسلامي نورمونوخلاف وړې ماشومي انجلۍ (( ۷۰ ))  کلن  سړي ته په نکاح کول ،له ښوونځيونه دماشوموانجونورا گرځول ،دښونځيوسو ځېدل  اوښوونکو وژل ،دکارپه ځايوکه دښځو توهين اودهغوي نه نارواغوښتنې دښځوپه وړاندي دبشري حقوقواوعدالت په وړاندي بربنډ تېرۍ بلل کيږي  .

د طالبانو له نسکوريدو را وروسته د افغانستان د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلونونوسره، سره د افغانو ښځو په وړاندې زور زياتې په مختليفو بڼو دوام لرى.

د ښځودحقونوددفاع ځينې غيردولتي سرچينې د افغانستان په مختليفو ولايتونوکې دځان سوزنې او ځان وژنې خبر ورکوى. خو دولتي سرچينې ددغو پيښو زياتوالې کورنې تاوتريخوالې گڼي .

همدا نن دمارچ په ۶ په ډله ايزورسنيو کي خبر خپورسو ددولتي اداروپه وينا چې ترډېره بريده له حقيقت نه لوي واټن لري پدې تېروڅلوروکلونوکي (( ۶ ۷۲۴ )) دپورته په گوته سوو تېريودوسيې څېړل سوی دي .دولتي نشرات اودښځوپه گډون د ددو،درو غونډوجوړول متاسفانه تشريفاتي اوياد دچاروکوپه گټه تبليغاتي بڼه لري،تراوسه لاهم دښځوپر وړاندي په دولتي ادارواوټولونيز ژوندکي پاټکونه پرخپل ځاي پاته دي .

موږ ددې  ملي او بشری ناورين څخه دافغان ولس دخلاصېدوپه موخه پر ديني عالمانو،دقومونوپر مشرانو،پوهانو، سياسي گوندونو، فرهنگي اومدني ټولنوغږ کووچې په جوماتونو،غونډو اوجرگو،کنفرانسونواو ډله ايزورسنيو له لاري خلکو ته تبليغ وکړي ترڅوخپلې لوڼې په کم عمرکې دچاپه نکاح نکړي اونه ئې په بديوکښي ورکړی ،پرېږدي چي زموږ پېغلي اوانجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتو څخه پراخه استفاده وکړي،له دولت نه په کلکه وغواړي چې دهيوادپه سياسي،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره اوږه پراوږه برابر ونډه واخلي اودښځوسره نارواکړنوته دپاي ټکی کښېږدي .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه افغان چاروکواونړيوالوسازمانونوته وړانديز کوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت  ته جدي اوهر اړخيزه پاملرنه وکړی  .

موږ دهغوغيرتي ښځوددغه وړانديزسره چې  ((له دولتي مشرتابه  اوچارواکو نه تل غوښتنه کوي چې دويته دې ديوافغان اويوانسان په توگه خپل حق ورکړل شي او هغه کسان دې په سخته سزا ورسېږي کوم چې خپلې لوڼې په کم عمرکې ودونو ته اړ باسي ،په بديوکي یې ورکوي  اوياپر ښځواوماشومانو جنسی تېرۍ کوي .)) خپل ملاتړ اعلانوو .

پر ولسمشراودولتي اړونده چارواکو ږغ کوو چې په وعدو اوزاريو ددې هيواد دپوره نيمايي وگړو حق نشي تر لاسه کېداي،له دې ناورين څخه دخلاصېدولپاره دقانوني لاروچاروسنجول ئي دحل اساسي  لاره بولو .

پدې ۱۷ کاله ددموکراسي اوټولنيز عدالت ترشعارلاندي متاسفانه زموږ خويندو اومينوته هغه حق چې بايد ورکړه سوی واي ندي ورکړه سوی . په پارلمان اودولتي اداروکي دگوتو په شماردڅوتنو په کار گمارل  متاسفانه تشريفاتي اوياد زورواکود خوشحا لو لو اونړيوالودغولولو لپاره ترسره  سوی .متاسفانه په کابل اودهيوادپه نورو ولايتونوکي بې شمېره ټېغلی چې دتعلم اوتحصيل څښتني دي دواسطې نه لرلو له املاه دبېکاری شپې سباکوي ،دعالی اومسلکي  تحصيلاتودروازې په مختليفو بهانو ددوي پرمخ تړلی دي .

متاسفانه پدې ۱۷ کاله  پدې کوچنۍ هيواد کې چي نږدې ((۴۳)) هيوادونو دميليار ډونوډالر ود لگښت  سره  دولت ندی توانېدلی چې  زموږ ولس اوپه ځانگړې توگه افغاني ميرمنې اوپېغلې له دغونا خوالواوزورونکي حالت  نه نجات ورکړي. زموږ دټولنې په باورکوم عادي اوسربېرن  تغيرات چي دهيواددلويوښاروپه مرکزو نوکښي  دښځوپه ژوندکښي راغلي کېداي سي يوازي په دولتي تبليغاتو کي له هغه نه استفاده وسي نورئي دافغان ولس اودهغه جملې دښځو چې شاوخوا دټولنې نېمايي جوړوي کوم درد نه دی دواکړی .

هغه څوک چي په رښتيا دهيواد ودانولواوافغانانو دسوکالۍ سره علاقه لرې دبنسټپالواډيالوژي گانو،عقيدو اوښځو سره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکوکړنواونظرياتو پر ضد مبارزه يې سپيڅلي ملي او انسانی دنده ده .افغانه ښځه  بايد دمنځنيو پېړيوله تعصوبونواوخرافاتوله توروزندانونه راووزي اوديوې باشرفه،سپيڅلي، افغاني اومسلماني  په توگه دهيواد په بياودانولوکښي دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه  فعا له او برابره ونډو واخلي .

موږ يوځل بيا دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مباره کی په څرگندولوسره په افغانستان ، سيمه ا ونړۍ کي دښځودروا اوانساني حقوقوڅخه په کلکه خپل ملاتړ اعلانوو،په ټوله نړی کښي ددولتي چارواکو او نړيوالوبشري سازمانوڅخه غوښتنه کووچې په نړيواله کچه دښځوپه ژوند کي راپيداشوو نا خوالودله منځه ولولپاره لاس په کارشي .       

                ددوستۍدفرهنگی ټولني  دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور