کور / راپور / د کابل بريد: ۲۲ تنه ژوبل او د ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل سوي دي

د کابل بريد: ۲۲ تنه ژوبل او د ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل سوي دي

نن غرمه ۱۲ بجې د کابل په څوارلسمه حوزه کي د عبدالعلي مزاري د يادغونډي پر سيمه توغندۍ وتوغول سوې، چي ګڼه مرګژوبله ئې رامنځ ته کړه.

عبدالعلي مزاری چي د حزب وحدت ګوند مشر وو،۲۴ کاله وړاندي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له مزارشريف څخه کندهار ته د انتقال پروخت په الوتکه کي د شخړي پر مهال ووژل سو.

نن په کابل کي د نوموړي د وژني ۲۴م تلين وو، چي وسلوال بريد دا غونډه ګډه وډه کړه.

په ياده غونډ ه کي د افغانستان د دولتي چارواکو ډاکټر عبدالله عبدالله، صلاح الدين رباني  په ګډون مهمو سياسي څهرو حامد کرزي، حنيف اتمر، عبداللطيف پدرام او ګڼ شمېر نورو سياسيونو ګډون کړی وو.

بريد هغه مهال وسو چي غونډي ته عبدالله عبدالله وينا کول.

لومړی د مراسمو ځای ته نژدې چاودنه وسول او ورپسې د سپکو ډزو ږغونه اورېدل کېدل.

په پېښه کي د عبداللطيف پدرام په ګډون۲۲  کسان ژوبل سوي او ۵  تنه نور وژل سوي دي.

په وژل سويو کي ۳ ماشومان او يوه ښځه هم شامله ده.

د حنيف اتمر له دفتره خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ښاغلی اتمر په پېښه کي کوم زيان نه دی ليدلی خو د هغه اته تنه ساتونکي سربېرن ژوبل سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، پېښه د غونډي ځای ته څېرمه له يوې لوړپوړي ودانۍ څخه سوې ده او سيمه اوس د افغان ځواکونو تر محاصرې لاندي ده.

د کورنيو چارو وزارت دا هم وايي، هغه کس ئې نيولی چي له يادي ودانۍ څخه ئې د غونډي پر ځای توغندۍ توغولې وه.

د ارګ له لوري په خپره سوې اعلاميه کي دا بريد غندل سوی او ويل سوي چي د افغانستان دښمنان به هيڅکله خپلو اهدافو ته ونه رسېږي

د پېښي پړه تراوسه کومي وسلوالي ډلي نه ده منلې.

په تېر کي هم د کابل په ياده سيمه کي خونړي بريدونه سوي دي چي د ځينو پړه داعش وسلوالي ډلي پر غاړه اخېستې ده.