کور / هراړخیز / د ښځو د نړیوالې ورځې « د مارچ اتمې» حیثیت

د ښځو د نړیوالې ورځې « د مارچ اتمې» حیثیت

هغه خویندې، « افغانې او مسلمانې ښځې» چې دغه ورځ لمانځي ایا د دغې ورځې له تاریخچې او د لمانځلو په علت پوهیږې!؟!

_ د ۱۸۵۷ م کال د نیویارک د ښار د نساجي فابریکې ښځو ته د خپل انساني کرامت او انساني حقوقو د لاسته راوړلو لپاره په لاریونونو او تظاهراتو لاس پورې کړ. دا ورځ د ښځو پر وړاندې د ظلم، استبداد، استثمار او نژادي تبعیص پر خلاف د مبارزې د پیل ورځ وه.

د یادې فابریکې کارکوونکو ښځو به کار کاوه خو اوجوره له نه ورکول کیده، کاري ساعتونه به یې نه وو معلوم او رخصتي به یې هم نه درلوده ځکه دوی پاڅون وکړ.

په کال ۱۹۰۸ م یانې پوره ۵۱ کاله پس د نیوریارک کتان نساجي فابریکې ښځو یو ځلې بیا د خپلو انساني حقوقو او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د ظلم پر خلاف غږ پورته کړ او یو ځلې یې بیا په لاریونونو او تظاهراتو لاس پورې کړ، چې په دې دوران کې دغو ښځو ته درنه مرګ ژوبله هم ور په برخه شوه او« ۱۳۰ » تنو ښځو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.دا ښځې عملاً د فابریکې د مالکینو له خوا په فابریکه کې وسوځول شوې.

د دې سوزولو او وژلو عمده سبب دا و، چې په ټوله نړۍ کې د ښځو غږ پورته نه شي او ښځه همېشه د ظلم او تېریو لاندې ونیول شي؛ خو د نیویارک ښار د فابریکې ښځو کار کوونکیو ړاسې قرباني ورکړه چې ټول عمر به یې د نړۍ انسانان په یاد ساتي.

په کال ( ۱۹۱۰ م) کې د نړۍ له اولسو هېوادونو څخه له سلو نه زیاتې ښځې د دوی د حقوقو لپاره په ډنمارک کې سره را غونډې شوې او د ښځو د انساني حقوقو ساتني لپاره یې یو پرېکړه لیک صادر کړ.

په کال ( ۱۹۱۱) کې د اول ځل لپاره د نړۍ مبارزو ښځو په امریکا کې د مارچ اتمه نېټه د ښځو نړیواله ورځ په داسې حالاتو کې ولمانځله، چې په میلونونو ښځو او نارینو وو په کې برخه درلوده د دې لپاره چې د ښځې انساني حقوق لکه، په ټاکنو کې د ښځو برخه، ښځو ته په سمه توګه د هغوی د کار پیسې ورکول، د کار وخت یاعته د ښځې د ناروغتیا« لنګوال» په وخت کې هغوی ته بامعاشه رخصتي ورکول او داسې نورو ستونزو حل لپاره دا یو ټاکل شوې ورځ وه لو د مارچ اتمه نېټه یې د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله.

په کال ( ۱۹۷۵م) کې نړۍ دې ته غاړه کېښوده، چې د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په رسمیت وپېژني او د نیویارک د نساجي فابریکې پېښه هېڅکله له یاده ونه باسي.

په کال ۲۰۰۱ م کې د ملګرو ملتونو له خوا د میلونیم ژمنلیک تصویب شو، چې د دې معاهدې اصلي هدف د ښځو او د نارینه وو برابر حقوق په هره برخه کې دي او د ښځې پر خلاف د هر راز تاوتریخوالي منعه اعلان شوي دي.

ښه نو دا وه لنډه کتنه یا تاریخچه د مارچ د اتمې نیټې یا دښځو د نړیوالې ورځې په هکله.

اوس سوال دا دی چې: مونږ دا ورځ ولې او د څه لپاره ولمانځو د یادې فابریکې د ښځو قربانیانو لپاره او که د نړیوالي معاهدې له مخې؟ او که د ښځې د انساني کرامت او حقوقو لپاره؟

فرض به کړم چې د ښځو د انساني حقوقو او کرامت لپاره!

خو بیا ولي اتم د مارچ؟

اول خو شکر زمونږ افغانانې او مسلمانانې ښځې نه د کار کولو لپاره دي او نه ورباندې نفقه شته.زمونږ نارینه ښځو ته په پوره معنا احترام او په پت و عزت قایل دي. البته یوه نیمه استثنا او پیښې، حق تلفۍ قضیي پکې پیدا کیږې. منم خو په نړیواله سطحه یې نه منم.

بله خبره: که خبره د حقوقو غوښتلو او اواز پورته کولو شي نو بیا ولي زمونږ د هغو افغان مېرمنو ورځې نه یادیږې چې؛ پوزې ترې پرې کیږې، په دار ځړول کیږې، جنسې تیری پرې کیږې، په بدو کې ورکول کیږې او بلخصوص!! د هغې مظلومې فرخندې ورځ ولي نه لمانځل کیږې چې: په نامعلوم او بې ثبوته تور سنګسار او ژوندۍ وسوځول شوه؟!

باقي او نورې پېښې له ما تاسو ته بهتره درمعلومیږي، غږ د هغو میرمنو پورته او حق یې وغواړئ چې زمونږ لپاره یې قربانې ورکړي او چا یې د غږ پورته کولو او یا حق غوښتلو پاڼه نه اړولې او نه هم یاده کړي ده.

په هر صورت، زما ټولنه کې زما په شمول هره ورځ زما ورځ ده، خو له هېڅ ورځې په راز و نیاز پوهې نشو.

پای