کور / مېرمن / د ښځو نړيواله ورځ او افغان مېرمني

د ښځو نړيواله ورځ او افغان مېرمني

نن د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ده، دا ورځ د نړۍ په ټولو هيوادونو کي لمانځل کېږي.

ددې ورځي د لمانځلو موخه داده چي د ښځو په ژوند کي بدلونونه راسي او د مېرمنو وړتياوي راښکاره سي.

په نړيواله کچه ښځي په يو ډول نه يو ډول تر فشار لاندي دي.

په پرمختللو ټولنو کي هم ښځي د بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په دفترونو کي د جنسي ځورنوي څخه نېولې بيا د ژوند د لومړنيو اړتياوو تر محرومۍ پوري هره ناخواله ترډېره د ښځو په برخه  رسېدلې ده.

افغانستان هم يو له هغه هيوادونو څخه دی چي د ښځو ژوند پکي د کړاوونو ډک دی.

دوديز نزاکتونه، بې سوادي، اقتصادي ستونزي او سياسي حالات هغه څه دي چي د افغان ښځي ژوند ئې په کړاوونو کي راچاپېره کړی دی او د پرمختګ له ډېرو چانسونو څخه  ئې محرومه کړي دي.

په تېرو ۱۵ کلونو کي که څه هم د افغان مېرمنو په ژوند کي مثبت بدلونونه راغلي دي، خو بيا هم ښځي په تېره بيا په کليو او بانډو کي د ژوند د سترو ننګونو سره مخ دي.

کورنی تاوتريخوالی چي د انسان پر اروا بد اغېز پرېباسي ترډېره ئې  قربانيان مېرمني دي.

 په افغاني ټولنه کي ښځي د ګڼو ستونزو سره مخ دي، په بدو کي ورکول، لوړ ولور، له تعليم څخه بې برخي کېدل، په وغتيايي برخه کي د ښځو نه پوهاوی هغه ستري ستونزي دي چي افغان مېرمن ورڅخه کړېږي.

سياسي حالاتو هم د نارينه وو ترڅنګ د ښځو پر ژوند ستر اغېز کړی دی، که له يوې خوا ښځي په سياسي ميدان کي ګوښه سوي دي خو بل لور بيا د سياست منفي څپو افغان مېرمني وهلي دي او دهغوی د پرمختګ مخه ئې ډب کړې ده.

که څه هم اوس افغان مېرمني ښووني او روزني ته د پخوا په پرتله ډېر لاسرسی لري، خو لا هم ډېره اړتيا ده چي د تعليم په ډګر کي مېرمنو ته زمېنه مساعده سي.