کور / مېرمن / د مارچ اتمه د افغان ښځو اوسنی وضعیت!

د مارچ اتمه د افغان ښځو اوسنی وضعیت!

ليکنه: سردار محمد همدر

۱۳۹۷/۱۲/۱۷ کابل

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده،  دا ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو د ورځې په نوم لمانځل کیږي.

زموږ په ګران هیواد افغانستان کې هم دا ورځ په یو لړ مراسمو لمانځل کیږي!

افغان ښځې ډیرې باتوره، زړورې او با ابتکاره دي.

په تاریخي لحاظ هم زموږ افغان ښځې په بیلا بیلو ډګرونو کې خپلې وړتیاوې ښودلي دي.

مثلاً په علمي،  سیاسي، فرهنګي،  د وطن سره د دفاع په لاره کې د اولاد په ښه روزنه کې، په ټولو برخو کې زموږ افغان ښځو خپل مسولیت په ډیر جرأت او صداقت سره سرته رسولای دی.

زه لنډه یادونه کوم!

زرغونه انا،  نازو انا،  ملاله میوندي،  سپینه ادې،  ګوهر ښاد، دې ته ورته په لسګونو او سلګونو میرمنې لرو.

ما چې مخکې د ښځو د ټولو ډګرونو د وړتیاوو خبره وکړه،  فقط په دغه پنځو تنو کې تاسې ټولې وړتیاوې خلاصه کولای سئ.

زه په ډیر واضح ډول وایم چې زموږ افغاني کلتور د ښځو په ضد ندی.

زموږ په ټولنه کې ښځه ډیر لوی مقام او عزت لري،  زموږ په ټولنه کې د ښځو لپاره یوه اصطلاح ده (تور سرې)،  دا اصطلاح د ښځو د احترام لپاره استعمالیږي.

داسې ویل کیږي کله چې زموږ په ټولنه کې خلک بې لارې سي او بیا په لویه لار باندې چې کله غلاوې کوي،  غله چې کله ښځې و ویني،  بیا د هغه لارووني کسانو غلا نکوي.

بله خبره دا ده چې کله د یو چا په خپل دوښمن باندې لاس بر   سي که هغه په کور کې د ښځو په منځ کې وي دښمن ورباندې برید نه کوي او که بیا پر خپل دښمن حمله کوې او ښځه ورته ووایي چې د پلو روی مې در وړی دی  بیا هغه کس پلو روی ته احترام کوي او د دغه کاره تیريږي.

زموږ په ټولنه کې پخوا چا دا جرأت هم نسو کولای چې ښځې ته دې بده خبره وکړي!

زه نه غواړم چې ډیر تاریخي بحث وکړم،  بلکې دا غواړم چې ځينې تریخ حقیقتونه ووایم،  هر څه ته باید  د حقیقت په سترګه وګورو.

دا منم زموږ ښځو ته چې اسلام کوم حق ورکړی دی،  موږ په ټولنه کې هغه حق نه ورکوو،  دا ټول د بې علمۍ او جهالت نښې دي!

مثلاً په ځینو کورونو کې د ښځو سره تاوتریخ والی، په میراث کې حق نه ورکول،  په پیسو ښځې خرڅول دغه ټولې ستونزې د تعلیم او سواد نه شتون دی.

اوس غواړم چې د ښځو په اوسني وضعیت باندې لږ بحث وکړم،  نن چې دا ورځ په افغانستان کې لمانځل کیده،  ډیرو بیا پر سټېج پاندې شعارونه ورکړل او د افغان ښځو د پرمختګ خبره یې وکړه،  دا خبرې هغه چا وکړې چې ټولو نه اکثریتو یې د ښځو په نامه بېلې ، بېلې پروژې اخیستې،  ځانته ته یې ښه ژوند برابر کړی دی او دوی همېشه د ښځو د پرمختګ خبره کړې ده، زه خو وایم چې اوس ښځې په ډیر بد حالت کې دي.

د روانې څلویښت کلنې جګړې او بې عدالتیو تر ټولو زیاته قرباني زموږ ښځي دي،  یا یې خپل خاوندان له لاسه ورکړي دي،  یا یو پیغلې د خپل ورور په غم کې ژړليي دي  او یا سپین سري مور د خپل ځوانیمرګ زوی په غم کې ژړلي دي، یعنې د دې جګړې لوی غم ښځې تر نارینوو ډیر ځپلي دي!

دا اوس تاسې په ښارونو کې وګورئ ، د نارینوو په پرتله ښځې زیات فقر کوي،  په دې کې کوچنۍ ماشومانې انجونې،  ځوانې پیغلې، په بدن ډیرې کمزورې میندې،  هغه پیسې چې د ښځو  د اقتصاد د ودې لپاره راځي تاسې هغه محاسبه کړئ،  هغه پیسې بې ځایه د څو کسانو جیب ته ولیږي،  بنیادې طرحه نسته.

که دا حالت داسې جریان ولري د ښځو د فقر کچه به نوره هم لوړه سي.

د دې تر څنګ جنسي زورونې په کور کې تاو تریخ والی،  ډیری ښځې ځانونو ته اور اچوي چې دا سې پېښه پرون هم په هرات کې تکرار سوه چې یوې ښځې ځانته اور اچولی وو،  یعنې داسې پېښې ورځ تر بلې ډیریږي.

د ښځو د وضعیت د بهبود لپاره باید یو واضح طرحه جوړه سي،  د ښځو حقوق باید د انجویي , پروژه یي او شعاري  حالته راوباسو،  د ښځو لپاره باید  یوه بنیادي طرحه جوړه سې.

یوه مسله د ښځو د تعلیم خبره ده،  ډیری خلک چې خپلې خویندې او لوڼې چې د تعلیم څخه محروموي ، د هغوی خبره دا وي چې د ښځو لپاره له نارینوو څخه جلا تعلیم غواړي،  د دې ستونزې لپاره اساسي حل دا دی چې د خلکو دغې غوښتنو ته باید مثبت ځواب وویل سي،  تر څو هیڅ ښځه د تعلیم څخه پاتې نسي.

دوهمه خبره دا ده  اسلام چې ښځې ته په میراث کې کوم حق ورکړی دی،  هغه باید ټول ومنو.

دریمه خبره دا ده چې د ښځو د کار لپاره باید د نارینوو څخه جلا دفترونه او ادارې جوړې سي،  تر څو ښځه د کور څخه د کار اجازه ولري، یعنې تر څو پورې مو چې د ښځو بنیادي ستونزو ته توجه نه وي کړې ممکنه نه ده چې موږ دې د ښځو په وړاندې روان حالت قابو کړو.

د دې ورځې په مناسبت خپلو ټولو محرومو،  مظلومو میندو او خویندو ته مبارکي وایم، انشا الله زموږ مبارزه به د دې لپاره وي چې ښځه په ټولنه کې واقعي د خپل حق څخه برخمنه سي.