کور / راپور / د يوې ورځي وقفې وروسته نن د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ خبري بيا پيل سوې

د يوې ورځي وقفې وروسته نن د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ خبري بيا پيل سوې

د قطر په پلازمېنه دوحه کي د يوې ورځي وقفې وروسته نن بيا د طالبانو او امريکايي مرکچيانو ترمنځ خبري پيلېږي.

دا خبري چي له ۱۱ ورځو راهيسي ادامه لري تر دامهاله ئې د جزئياتو په هکله مالومات نسته.

دا د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ د پنځم پړاو تر ټولو اوږدې خبري دي. طالبان وايي په خبرو کي د بهرنيو سرتېرو پر وتلو او د بل هيواد پرضد د افغانستان د ځمکي نه کارول د خبرو مهمي برخي دي.

امريکايانو هم ويلي، چي خبري په مهم پړاو کي دي او د افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو لپاره هم زمينه برابرېدونکې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، تراوسه د امريکايانو سره د افغانستان څخه د سرتېرو پر وتلو خبري رواني دي او تردامهاله دا د افغان کشالې پر بهرني اړخ بحثونه کېږي، خو پر داخلي اړخ چي افغان دولت دی تراوسه ورباندي خبري نه دي سوي.

ځينو ورځپاڼو راپورونه خپاره کړي دي چي د پنجشنبې په  ورځ د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ په خبرو کي ژور اختلاف رامنځ ته سو، چي اوس ئې دواړه لوري د حلولو هڅه کوي.

بل خوا افغان سياسيون د قطر د روانو خبرو په هکله  زړه نازړه دي او د خبرو اترو د جزئياتو نه ښکاره کولو اندېښمن کړي دي.