کور / راپور / د کورنيو چارو وزارت: د عبدالعلي مزاري پر تلين غونډه بريد طالبانو کړی دی

د کورنيو چارو وزارت: د عبدالعلي مزاري پر تلين غونډه بريد طالبانو کړی دی

د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل وروستی بريد طالبانو کړی دی.

د پېنجشنبې په ورځ په دشت برچي کي د عبدالعلي مزاري پر ۲۴م تلين غونډه راکټي بريد وسو چي د ماشومانو او ښځي په ګډون ئې ۵ تنه ووژل او تر ۲۸پوري نور ئې ژوبل کړل.

په بريد کي د پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ نوري مهمي سياسي څهرې هم وې چي په دوی کي ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند عبداللطيف پدرام هم ژوبل سو.

د پېښي مسؤوليت داعش وسلوالي ډلي پرغاړه واخيست.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، ددوی څېړنو ښودلې ده چي دا بريد وسلوالو طالبانو کړی دی.

نصرت رحیمي وویل:

” دا حمله طالبانو ترورېستانو کړې ده، دا ډېره واضح ده، کوم بريدګر چي موږ د بريد له ځايه ژوندی نیولی دی، له هغه تحقیقات سوي دي.”

نصرت رحیمي وویل چې تحقیقات دوام لري.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ساعت وړاندي رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي په بريد کي د طالبانو لاس لرل رد کړل.

د طالبانو په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دا بريد داعش فتنه ګري ډلي کړی دی او په دوی پوري اړه نه لري.