کور / #PTM / د لوی افغانستان نوي هيلي

د لوی افغانستان نوي هيلي

عزيز احمد فضلي

د (( لوى افغانستان )) نوې هيلې

عزيز احمد فضلي

عزيزاحمد”فضلی”
تيرديرش کلن ناورين زموږ هر څه په ټپه درولي، زمـوږ ټول وخت په تپل شويو جګړو کـې تير شوی. نه د يو مطرح هېواد په توګه په سيمه کې راڅرګند شوو او نه مو هم د هغو افغانانو هيلې ترسره کړې، چې له څه باندې يوې پيړۍ څخه راپه دې خوا د تور استعمار تر سيوري لاندې ژوند کــوي، ځکه په پلرني ټاټوبي کې وروڼو يو له بل سره وژل ، دلته د ژوند کولو ډيوه مړه شوې وه ، انسانيت ته په کې درناوی نه کيده پرته له وژلو او ورانولوڅخه دبل شي څرک نه ليدل کيده.
دلـوى افغانستـــان هيلې ورځ تر بلې مړاوې کيدې خو لا هم ژوندۍ دي ځکه په هره تياره پسې رڼا حتمي ده او موږهم د همدې سباوون په تمه ناست وو.
د ډيورنډ کرښــه، چــې يو تن يې په دوو برخو وېشلی دى ترننه پورې پرخپل ځاى پاتې ده دا د پښتنو بد قسمتي ده چې د نــړۍ هيڅ زبر ځــواک يې د خپلې ميـــړانې له وجې نشي زغملی ، ځکه دې قوم د تـاريـــخ په اوږ دو کې هيڅ ښکيلاک ته غاړه نه ده ايښې له بده مــرغه همدغو ښکيلاکګرو پښتانه په ټو ټو ويشـلي .پــه خپلو کې يې جنګولي يو د بـل په وړاندې يې درولي .
دغه کـــرښه چــې د وخت د برتانوي هند او اميــر عبدالرحمن خان تر منځ کښل شوې وه وروسته نه برتانوي هند پاتـې شو او نه هم د اوسني هندوستان پخوانۍ پولې، انګريزانو د هند خپلواکي په رسميت ومنله او ددې لانجمنې سيمـې په شـمول يې د پاکستــان په نوم يو بل هېواد هم وزېږوه .
هــر هغه قرارداد چې په يو اړخيز ډول د يو ځـــواکمن هېواد له خوا پر کمــزوري هېوادتپل کيږي په حقوقي لحاظ د منلو وړ نه وي ، کمـزوری هېواد هر کله ادعا کولای شي و يې نه مني ، بل لورته هر کله چې د تړون (قرارداد) يو طــرف له منځه ځي قرارداديې هم د تطبيق وړ نه وي .
له بده مرغه، چې زموږ تيرو حکومتونو هم دې موضوع ته ډير په سطحي ډول کتلي کله ناکله يې د نوموړي قرارداد د فسخ کيدو غوښتنې هم کړي بيا يې په همغه ځای پرييښي او په دې اړه ځينې وخت د منطقي لارو چارو ځای احساساتو نيولی، چې هغه بيا زموږ په ضرر هم تمام شوي خو کيدای شي د وخت ضرورت به همدا وو ځکه لرو پښتنو ته د داسې غوښتنوهيڅ ډول اجازه نه وه هلته د عدم تشدد فعاليتونه هم پيل شوي وو خو هغه هم و ځپل شول .
ورورسته چې کله نيټه نږدې کيدله افغانستان هم په يو ناورين کې ښکيل شوی و، لومړی د کمونستي رژيم او مجاهدينو ترمنځ جګړې ورپسې د جهادي ډلو تر منځ جګړو هغه هيلې په ناهيلۍ واړولې د لوی افغانستان موضوع خو يو خوا پريږده د موجوده افغانستان د ويشلو طرحې هم ځينو ډلو جوړې کړې وې افغانستان په يوداسې موقعيت کې و، چې نور ددې هيله نه ترې کيدله چې د لوی افغانستان ادعا دې وکړي .
همدا ډول د لرې او برې پښتونخوا تر منځ په اقتصادي او کلتوري برخو کې هم له ورايه توپيرونه ليدل کيدل ، يو شمير انګيرنو داسې ښودله چې ددې دواړو خواوو يو ځاى کيدل به څه ستونزمن کار وي ځکه هيڅوک نه غواړي چې له باران نه ناوې ته کښيني سره له دې چې خپلواکي او بلواکي ډير توپير لري خو کله انسان د ژوند د اړتياوو تابع هم ګرځي .
اساسي ستونزه د جګړې وه ، سره له دې چې لرو پښتنو ګڼې ستونزې لرلې خو ژوند يې په امن او سوکالۍ کې تيريده خو په بره پښتونخوا کې د وينو ويالې روانې وې کور په کور غمونه وو، کوزه پښتونخوا د برو لپاره دسکون يوازنی ځای وو، نو په داسې حالت کې د کرښې ماتيدل شايد يو بل ناورين رامنځ ته کړی وای، چې هغه به تر دې هم پښتنو ته په لوی قيمت تمام شوی وای .
پورتني لاملونه وو، چې نه په افغانستان کې اونه هم دډيورند کرښې هاخوا پښتنو دلوى افغانستان داعيه پورته کړه، تريو وخته پورې د ازاد پښتونستان خبره کېدله ، چې دافغانستان حکومتونويې هم اخلاقي ملاتړ کاو، دولسواکۍ په لسيزه کې ځينوملتپالو دلوى افغانستان خبره راپورته کړه، خو دشوروي اتحاد له يرغل وروسته،چې دپاکستان استخباراتي شبکې ته هم دلاس را غزولو لاره خلاصه شوه دا حرکتونه هم وځپل شول.
له ٢٠٠١ کال راپه دې خوا چې په سيمه کې دروان ناورين تريخ خوند دواړو لوريو پښتنو وڅکه اوپښتانه دګډ درد احساسولو ته اړ وتل ، په کوزه پښتنونخوا کې د هيلو هغه څرکونه تر سترګو کيږی کوم چې په خوا تردې نه ليدل کيدل ، له بده مرغه چې افغانستان ته د نړيوالې ټولنې په راتګ سره کوزې پښتنونخوا ته هم د اور لړۍ وغځيده او دا سيمه هم د نړيوالو توطئو ښکار شوه . کار پوهان په دې باور دي، چې دغه لوبه د پښتنو دعام وژنې (ژنو سايد) په موخه په کار اچول شوې ځکه په دې نا معلومې پای لوبې کې د پولې د دواړو خواوو پښتانه وژل کيږي ، کلي يې ورانيږي او د ښوونځيو دروازې يې تړل کيږي ، يو لورته قومي مشران په بيلابيلو نومونو وژل کيږي له بلې خوا ماشومان او ځوانان په قصدي ډول له زده کړو بې برخې کيږي .
دې ټکي ته اوس په دواړو خواوو کې د سياسي مشرانو پام اوښتی ، دواړو خواووته سياسي ليډران او د چارو شنونکي کوښښ کوي دغې غميزې ته د پای ټکی کيږدي، اوس پښتنو دا حس کړې چې دغه لوبه د پښتنو پر ضد يوه نړيواله توطئه ده ، د کرښې دواړو خواوو ته پراته پښتانه په دې باور دي، چې دغه عام وژنه دې نوره و درول شي ، دوى په خپلو منځونو کې يو په بل غږ کوي چې خپل سياسي او سليقوي اختلافات به پريږدو او تر ټولو لومړی به دغه ناورين ته د پای ټکی ږدو.
بل لورته د چارو شنونکي په دې باور دي، چې که د ډيورند د کرښې موضوع حل شي دې سيمې ته د امن راتګ حتمي دى ځکه غربي ټلوالې هم په دې سيمو کې جګړه په دې پلمه جاري ساتلې، چې ددوى په وينا دلته د تروريستانو ځالې دي، خودپنجاب په ايبټ اباد کې وروستيو پېښو وښودله ،چې داسې نه وه .
په کوزه پښتونخوا کې د سياسي رهبرانو ذهن بالکل دې ته اماده دی، چې د لوی افغانستان داعيه دې رابرسيره شي هغوى په دې اند دي، چې که لوبه داسې روانه وي نو د يو بل ناورين تمه کيدای شي ځکه په کوزه خاوره کې نا امني ورځ تربلې زياتيږي اقتصادي او د رغونې کارونه په ټپه ولاړ دي خلکو ته روزګار نشته په قبايلي سيمو کې ښوونځي تړل شوي او ډيری خلکو خپل کلي پرييښي او ښارونوته کوچيدلي چيرته  چې نه روزګار شته ، نه بريښنا او نه هم د څښاک او به ، د خلکو اقتصادي وضعيت ورځ تربلې خرابيږي د ښارونو ډيری برخو کې نظامي مورچلې تر سترګو کيږي.اوددې ناورين د ختمولو لپاره د کوزې خوا خلک له افغانستانه هيله کوي ،چې ددې حرکت دپيل ابتکاروکړي، ځکه دوئ افغانستان خپل پلرنى هېواد بولي او لکه د نورو افغانانو په شان د سياسي او نورو ګڼو حقونو غوښتنه هم کوي، هغوئ د نن او سبا په تمه شپې ورځې تيروي چې نن يا سبا به له برې خوا د يووالي شين څراغ تر سترګو شي . سره له دې، چې دوى په خپلو سيمو کې سياسي قدرت لري او په دې باور دي چې تر هر وخت نه اوسنی وخت د دوئ په ګټه دی .
د لرې پښتونخوا نوی يا ځوان نسل تر بل هر چا ددې هيله لري چې لراو بر دې سره يو شي دوى په دې اړه ګڼ فعاليتونه پيل کړي په خپلو سيمو کې يې بيلابيل خو ځښتونه جوړ کړي ، ډيرو يې د خپلو فعاليتونو بيلګې انټرنيټ ته هم پورته کړي که فيسبوک ، ټويټر او نور بيلابيل پښتو او انګريزي سايټونه وليدل شي څرګندېږي، چې دپښتنو ترمنځ پخوانۍ پولې له منځه تللي، دکوزې پښتونخوا خلکو ته خپل ځانونه په خپله خاوره کې پردي ښکاري ،خپلو طبيعي منابعو ته لاسرسى نلري او اقتصادي وضعيت يې هم دپاکستان دنورو ايالتونو په پرتله ډېره کمزورې ده .
په اوس وخت کې د پاکستان داخلي سياسي اوضاع ډيره ترينګلې ده ، په سند ، بلوچستان او خيبر پښتونخوا ايالتونو کې پنجابي ضد احساسات ډيرشوي دي ، ځکه په سند ايالت کې قومي او فرقه ييزې جګړې ورځ تربلې زياتيږي قومي مخکښ کسان او سياسي مشران يو په بل پسې ترور کيږي ، په بلوچستان ايالت کې هم د هرې ګولۍ نښه پنجابيان وي بلوچ مبارزين د ښار په واټونو او کوڅوکې مسلح ګرځي او ويل کيږي، چې په بلوچستان ايالت کې نا امنيو پنجابيان دې ته اړ کړي چې دا ايالت پريږدي، بل خوا په خيبر پښتونخوا ايالت کې هم خلک په دې باور دي، چې په دې سيمه کې د نا امنيو تر شا د پنجابي سټبليشمنټ لاسونه دي او په وړاندې يې کرکه ورځ تربلې زياتيږي ، نو ديو شمير کارپوهانو له نظره د پاکستان داخلي ستونزو دا هېواد له تجزيې سره مخ کړی .
پورتنيو ستونزو ، ناخوالو او نوو پرمختګونو ته که وګورو د نوو هيلو څرک ليدل کيږي چي په نتیجه کي یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو با احساسه ځوان منظور پشتین تر مشري لاندي خپل مبارزه شروع کړي چي لر او بر پښتانه یې سره یو ځاي کړي . ددیې غورځنګ دمبارزي د مخنیوي لپاره د پاکستان پوج ددي غورځنګ ځیني مهم غړي او ملاتړي اسیر او ووژل چي پدي کار سره د لر او بر پښتانه نور هم یو موټي شول او پدي کار سره پاکستان د بشر حقوقو،افغان دولت او نړیوالي ټولني لخوا تر فشار لاندي دي چي باید په خیبر پښتونخوا کي روان ظلمونه او وحشتونه ودروي. او باید د پلرني هېواد چارواکي بايد وضع په ډيردقت سره و څاري هغه لازم او مقدماتي تيارى دې ونيسي کوم چې ورته اړتياده او په دې اړه دې د نورو له تجربو څخه هم ګټه واخلي.