کور / راپور / افغان سياسيون: د سولي لپاره بايد سره يوموټي سو

افغان سياسيون: د سولي لپاره بايد سره يوموټي سو

نن په کابل کي د محمد قسيم فهيم د مړيني په پنځم تلين کي د افغانستان ګڼ شمېر سياسي څهرې سره يوځای سوي وې.

په دې تلين غونډه کي د افغان سياسيونو ټينګار پردې وو، چي بايد ټولي سياسي غاړي سره يو سي او د سولي لپاره په ګډه کار وکړي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله غونډي ته په وينا کي وويل: سوله د ټولو افغانانو له لومړيتوبونو څخه ده، خو هغه سوله چي عدالت پکښې وي.

نوموړي وويل،  موږ بايد د سولي لپاره سره يوموټي سو او ملي ګټي ترټولو مهمي وګڼو.

ډاکټر عبدالله په سيمه ايزه او نړيواله کچه د سولي د هلوځلو ستاينه وکړه او وزیاته ئې کړه، سوله چي یوه ترټولو مهمه  مسئل ده دا ایجابوي چي زموږ مشران او موږ ټول د ملي ګټو او ځانګړي ډول د هېواد د ګټو په خاطر سره یو ځای سو او د افغانستان خلکو ته لار اسانه کړو، ترڅو افغانان په سوله کي ژوند وکړي.

د عبدالله په باور، افغانستان به هغه وخت خپلواک وي، چي په هيواد کي هيڅ تروريستي ډله شتون ونه لري او هیڅ يوه هيواد ته له افغان خاوري ستونزه جوړه نه سي.

همداراز په تلين غونډه کي د سولي د عالي شورا رئيس کريم خليلي وويل، د افغانستان د مسئلې د هواري لپاره د ښکېلو اړخونو ترمنځ تفاهم ته اړتیا ده چي په دې برخه کي باید ډېري هڅې وسي.

هغه وویل:”موږ عزتمندانه سوله غواړو، هغه سوله چي عزت مو پکي نه وي نه ئې غواړو… موږ نه غواړو چې د طالبانو امارت او ملاییزم ته وګرځو، خو دا توقع هم باید ونه لرو چي له هغوی تسلیمي وغواړو.”

کريم خليلي د سولي د عالي دارالانشاء مشر

 حامد کرزي هم غونډي ته په وينا کي وويل، چي د ټولو جهادي اړخونو او ډلو سره په اړيکه کي دی او هڅه کوي چي د سولي په تړاو راپيل کړی هڅي ئې نتيجه ورکړي.

حامد کرزي او د افغانستان مخالف سياستوالو تېره مياشت په مسکو کي د طالب استازو سره مخامخ خبرو ته کښېنستل.

افغان سياسيون پرداسي مهال دا څرګندوني کوي، چي د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالب استازو او امريکايي مرکچيانو ترمنځ د پنځم پړاو خبري نن شنبه د يوولسمي ورځي لپاره رواني وې.

د قطر په غونډه کي ترډېره د افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو پر وتلو او د بل چا پرضد د افغان خاوري د نه کارولو پر سر خبري رواني دي.