کور / راپور / د کابل-کندهار لويه لار رغول کېږي

د کابل-کندهار لويه لار رغول کېږي

د افغانستان د فوائد عامې وزارت وايي، چي د اسيا پراختيايي بانک ورسره ژمنه کړې ده چي د کابل-کندهار لويه لار به بيا رغوي.

د کابل – کندهار لويه لار چي د ورځي ورباندي په لسګونو زره موټر تګ راتګ کوي يوه ترټولو ويجاړه لويه لار ګڼل کېږي.

د فوائد عامې وزارت وايي، اوس ئې ددغي لاري د جوړلو لپاره سروې پيل کړې ده او د سروې په بشپړېدلو سره به مالومه سي چي څومره لګښت ورباندی راځي.

کابل کندهار لويه لار

وړاندي ويل سوي وه چي ددغي لاري د بيا رغولو لپاره د اسيا پراختيايي بانک ۳۰ مليونه ډالر مرسته کړې ده.

د وزارت په خبره، دا لار به په دريو پړاوونو کي ورغول سي.

لومړی برخه به ئې له ميدان ښار څخه تر سيداباد ولسوالۍ پوري وي چي شاوخوا ۳۴ کيلو متره کېږي.

دوهمه برخه ئې له سيد اباد څخه تر غزني ښار پور ي ده چي ۴۰ کيلو متره کېږي.

او دريمه برخه به ئې له غزني څخه ترکندهار پوري وي چي ۶۲ کيلو متره تخريب سوی سړک دی.

د وزارت په خبره، دا لار به تر ۲۰۲۰ پوري ورغول سي.

د کابل – کندهار لويه لار چي د افغانستان د حلقوي سړک مهمه برخه ده شاوخوا ۵۰۰ کيلومتره اوږدوالی لری، د ګڼو امنيتي ستونزو سره مخ ده او ګڼ پلچکونه ئې د ماين چاودنو له امله ړنګ سوي دی.

همداراز دا لويه لار هره ورځ د ترافيکي پېښو شاهده ده چي په سلګونو کسان پکي وژل سوي دي.

د وزارت وياند مهدي روحاني وايي، د لومړۍ برخي قرارداد لاسليک سوی دی او اوس کار ورباندی شروع دی.