کور / راپور / د سولي عالي شورا: افغان جګړه هره ورځ د ۲۰۰ کسانو ژوند اخلي

د سولي عالي شورا: افغان جګړه هره ورځ د ۲۰۰ کسانو ژوند اخلي

د افغانستان دسولي عالي شورا وايي، د افغانستان د هرګوټ خلک له سولې ملاتړ او د روانې جګړې دپای غوښتنه لري.

د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، د افغانستان ټول وګړي د سولي ملاتړي دي او د رواني جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه لري.

د سولي د عالي شورا مشر محمد کريم خليلي، چي نن ئې په کابل کي د محمد قسيم فهيم د مړيني په پنځم تلين لمانځغونډه کي وينا کول وويل، د افغانستان ځوانان ددغه هيواد ستره پانګه ده او هره ورځ د افغانستان په روانه جګړه کي ۲۰۰ ځوانان ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي وويل، د سولي په لار کي يو داسي ميکانيزم ته اړتيا ده چي دواړه لوري ورباندي هوکړي ته ورسېږي او په عملي کولو سره ئې دايمي سولي ته لار هواره سي.

ښاغلي خليلي په خپلو خبرو کي وويل، جګړه زموږ څخه ترټولو ستره سرمايه ځوانان اخلي، ترڅو به هره ورځ ۲۰۰ ځوانان د جګړې قرباني کېږي، افغان حکومت، سياسي رهبران او د طالبانو مشران بايد د افغان ولس د سولي هيلي ورپوره کړي او دائمي سولي ته لاره هواره کړي.

په ياده غونډه کي د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم وينا وکړل او وئې ويل، چي د سولي لپاره بايد سياسي مشران د هيواد ګټي په نظر کي ونيسي او يوموټي سي.

همداراز حامد کرزي غونډي ته په وينا کي وويل، د جهادي مشرانو سره په اړيکه کي دی، ترڅو د سولي رواني هڅي نتيجه ورکړي.

دا پر داسي مهال ده چي په قطر کي د طالبانو او امريکايي استازو مخامخ خبري نن يوولسمه ورځ هم رواني دي .