کور / راپور / چارواکي: په جلال اباد ښار کي ګڼ شمېر وسلوال نيول سوي دي

چارواکي: په جلال اباد ښار کي ګڼ شمېر وسلوال نيول سوي دي

د ننګرهار چارواکي وايي، چي د ملي امنیت منسوبینو په جلال اباد ښار کي د ګڼ شمیر کسانو قاتل او د لشکرطیبې په ګډون پنځه وسله وال مخالفین نیولي .

چارواکي وایي،په ننګرهار ولایت کي د ملي امنیت مؤظفینو په تېرو دوو ورځو  کي ۶ تنه نیولي،چي په کي یو تن  د ګڼ شمیر کسانو وژونکی،یو د پاکستان مېشتي لښکر طیبې ،یو د داعش او درې د وسله والو طالبانو غړي شامل دي .

د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل نن د کب پر ۱۸مه ملي امنیت ریاست کي په داسې حال کي د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال رسنیو ته مالومات ورکړل،چي د ملي امنیت رئيس تورنجنرال نظرعلي واحدي هم شتون درلود.

نوموړي وویل، د اجمل په نوم یو قاتل چي په پرلپسې وژنو کي یې لاس درلود،په داسې حال کي چي غوښتل یې یو تن سوداګر ووژني،د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې د درونټې په سیمه کي موخې ته تر رسیدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له لورې د یو میل کلاشینکوف سره یو ځای ونیول سو.

هغه زیاته کړه، د ملي امنیت منسوبینو همدا راز د سمیع الله په نوم د لښکر طیبې تروریستي ډلې فعاله  غړی،چي په پاکستان کي د ترهګریزو کړنو روزنه تر لاسه کړې وه،د جلال اباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کي ونیول سو.

ښاغلی میاخیل وایي،د معصوم په نوم یو کس چي په خالد مشهور دی،د داعش ډلې فعاله غړی دی،د ملي امنیت مؤظفینو د جلال اباد ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کي نیولی دی،همدا راز د شیرخان مشهور په غورځنګ،دلاور مشهور په علي او سیاف،چي د جنګي طالبانو فعاله  غړي دي،د بهسودو او غني خیلو ولسوالیو په مربوطاتو کي نیول سوي دي .

خو په دې تړاو طالبانو تردامهاله څه نه دي ويلي.