کور / راپور / د هندي لوبغاړو د پوځي خوليو پر استعمال پاکستان په غوسه سوی دی

د هندي لوبغاړو د پوځي خوليو پر استعمال پاکستان په غوسه سوی دی

د هند د کرکيټ ملي ټيم لوبغاړو د پوځي خوليو پر سر کولو سره د پاکستان غوسه راپارولې ده.

پاکستان د هندي لوبغاړو په دې کړنه باندي د کرکيټ نړيوالي شورا ته شکايت کړی دی.

پاکستان وايي، د هندي لوبغاړو د پوځي خوليو پر سر کول د ګواښ په مانا دي او دوی ددې کار سره مخالفت کوي.

دوې ورځي وړاندي د هند کرکيټ بورډ پر خپله ټويټرپاڼه ويلي وه، چي ددوی لوبغاړي به د پلوامه بريد د قربانيانو او د خپل پوځ سره د يووالي په موخه پوځي خولۍ پر سر کړي.

همدا وو چي تېره ورځ د اسټراليا پر وړاندي لوبه کي هندي لوبغاړو د خپل هيواد پوځي خولۍ پر سر کړي وې.

د هند او پاکستان اړيکي وروسته له هغه د جګړې تر بريده ورسېدې، چي د فبروري مياشتي پر ۱۴ نېټه په هندي کشمېر کي ځانمرګي بريدګر د هند ګڼ شمېر نيمه پوځي سرتېري ووژل.

د بريد پړه پاکستان مېشتي ترهګري ډلي جيش محمد پر غاړه واخيستل.

وروسته له دې هندۍ الوتکو په پاکستان کي د جيش محمد نومي ډلي ستر مرکز بمبار کړ چي ددغه ډلي په سلګونو جنګيالي ئې ووژل.

هند وايي، پاکستان  پر دغه هيواد د هند د الوتکو د بريد په تړاو د خلګو څخه مالومات پټوي.