کور / #PTM / په هالنډ کي د PTM سيمينار خبرتيا

په هالنډ کي د PTM سيمينار خبرتيا

خبرتيا
په آروپا کې د شهيد پروفيسر آرمان لوڼي د څلويښتۍ لمانځغونډه

د پښتون ژغورنې غورځنګ هالنډ څانکه د مشر منظوراحمد پښتين په لارښوونه، د مرکزي کمېټې په همغږۍ سره او د آلمان او بلجيم د PTM مشرتابه په ملاتړ د شهيد آرمان لوڼي د څلويښتۍ په مناسبت د لمانځغونډې او پوهنيز (علمي) سيمينار تابيا کړې ده. پدغه توګه به د شهيد روح ته د دعا او تسکين ترڅنګ د PTM پر وړاندې د پرتو ستونزو او د حل په لارو چارو هراړخيزه خبرې اترې او لازمې پرېکړې وشي.

د يادولو وړ ده چې په غونډه کې به د کاناډا پښتون ژغورنې غورځنګ مشر (ښاغلی جواهر لونگين) هم شتون ولري. نوموړی به په ياد هېواد کې په خپلو فعاليتونو رڼا واچوي. برسېره پر دې به د اندونو او ليدلورو په شريکولو سره د غورځنګ مبارزه رغنده بدلون ومومي.

هيله ده چې د PTM Europe کمېټو غړي او ملاتړي ګډون وکړي!
پښتون ته ژوندون غواړړو!

يادونه: د مېلمنو لپاره خوراک او څښاک په پام کې نيول شوی دی.
Date: 17 March 2019
Time: 13:00 – 20:00

Address:
Wijkcentrum De Roef Enschede
Pastoor Geertmanstraat 17
7535 BZ Enschede

اړيکو شمېرې:
+31 6 41 29 34 13 (طارق عالم)
+31 6 40 54 64 09 (ډاکټر عرفان نور)
+31 6 51 28 68 13 (انجنير خيبر ګاونډی)