کور / راپور / ايران پاکستان ته: که د ترهګرو پر ضد ګام نه پورته کوې، بيا ئې موږ خپله له منځه وړو

ايران پاکستان ته: که د ترهګرو پر ضد ګام نه پورته کوې، بيا ئې موږ خپله له منځه وړو

 

ايران له پاکستان څخه غوښتي دي چي په خپله خاوره کي دي هغه ترهګر په نښه کړي کوم چي په ايران کي د ثبات ګډوډولو هڅي کوي.

د ايران خبري اژانس ايرنا د راپور له مخي، ولسمشر حسن روحاني د پاکستان د لومړي وزير سره د ټلفون پر ليکه خبري کړي او له هغه څخه ئې غوښتني چي په د هغه حکومت دي په پاکستان کي د ميشتو ترهګرو پر ضد عملي ګامونه واخلي .

د ايرنا اژانس په حواله، حسن روحاني له پاکستاني سيال څخه غوښتي چي هغه بريدګر دي ونيسي کومو چي په ایران کي د فبروري پر ۲۷ د انقلابي ګارډ ۲۷ کسان ووژل.

د روحاني په خبره، دی نه غواړي د پاکستان سره ئې د لسيزو اړيکي د ترهګرو د فعاليتونو ښکار سي.

حسن روحاني دا هم ويلي، چي که پاکستان په خپله خاوره کي د ترهګرو پروړاندي بې تفاوته پاتي سي نو د ايران دولت به خپله لاس په کار سي او د ترهګرو ځالي به له منځه يوسي.

په ايران کي د فبروري د ۲۷ نېټې د بريد پړه جيش العدل نومي ډلي پر غاړه واخيستل چي ترډېره د پاکستان له خاوري د بريدونو پلانونه جوړوي.

د ایران انقلابي ګارډ ويلي، چي ددغه بريد غچ به اخلي.

پاکستان په نړۍ کي د ترهګرو د پاللو او هغوی ته د مالي امکاناتو په برابرولو کي ترټولو ستر مرکز ګڼل کېږي.

نړيوال په يوه خوله پاکستان يو ترهګريز هيواد بولي او ددغه هيواد د ترهګريز سياست د بدلولو هڅي کوي.