کور / #PTM / بلاول بوټو: ځيني کسان پښتون ژغورني غورځنګ ته د شک په سترګه ګوري، خو زه ورته هيله مند يم

بلاول بوټو: ځيني کسان پښتون ژغورني غورځنګ ته د شک په سترګه ګوري، خو زه ورته هيله مند يم

د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو وايي، د پښتون ژغورني غورځنګ د پارلمان د سرلوړۍ او د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو خبره کوي، خو ځيني کسان هسي ورڅخه په وېره کي دي.

د بلاول بوټو په خبره، ځيني کسان د پښتون ژغورني غورځنګ ته د شک په سترګه ګوري، خو زه خپله ورته هيله مند يم.

بلاول بوټو دا هم وويل ، چي دا ځوانان له داسي سيمي راپورته سوي چي هلته څوکاله جګړه سوې ده، هلته د عملياتو ترنامه لاندي ددغه سيمي خلګو خپل کورونه پرې ايښي دي، هلته پوځ هرڅه وران کړل، خلګ ئې ووژل او ډېري ورانۍ ئې پېښي کړې، طبيعي ده چي ددې سيمي خلګو به په تشدد او سختدريځی مبارزه پيل کړې وای، خو برعکس پښتون ژغورني غورځنګ د تشدد پر ځای سوله ايزه لار خپله کړه او د قانون خبره کوي.

منظور پښتين خلګو ته وينا کوي

نوموړی وايي، له داسي سيمي څخه د ځوانانو سوله ايز تحريک راپيلېدل چي هلته په نړيواله کچه ترهګري او سختدريځي واکمنه وه ددې نښه ده چي دا تحريک سوله خوښونکی دی او د قانون د لوړېدلو لپاره هلي ځلي کوي.

بلاول بوټو له دې وړاندي هم د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ خبري کړي دي او د پاکستان پر واکمن سياسي مشرانو او پوځي جنرالانو ئې سختي نيوکي کړي دي چي د پښتنو روا حقوق ترپښو لاندي کوي او د هغوی د سوله ايزي مبارزې ځواب په تشدد سره ورکوي.

پاکستانی رياست د پښتون ژغورني غورځنګ له فعاليتونو وېره لري او هره ورځ ددغه ګوند غړي په يوه نه يوه بهانه د جېل تورو تيارو ته غورځوي.

خو بل خوا د پښتون ژغورني غورځنګ مشرتابه وايي، چي ترهغو به خپلي مبارزې ته دوام ورکوي ترڅو چي ئې د خپلو خلګو حقوق لاسته نه وي راوړي.