کور / راپور / ايتوپيا کي د الوتکي لوېدلو پېښه کي ټولي سپرلۍ وژل سوي دي

ايتوپيا کي د الوتکي لوېدلو پېښه کي ټولي سپرلۍ وژل سوي دي

يوه اتيوپياتي مسافر وړونکې الوتکه د پلازمېني اديس ابابا څخه د الوت څو شېبې وروسته لوېدلې ده او پکي سپاره ټول ۱۵۷ سپرلي وژل سوي دي.

د ايتيوپيا د هوايي چلند اداره وايي، دا الوتکه د اديس ابابا څخه د کينيا پر لوري پرواز کاوه، چي د الوتلو څو شېبې وروسته ولوېدل او ټولي سپرلۍ پکي ووژل سوې.

د هوايي چلند اداره وايي، الوتکه نوې وه او په تېره نومبر مياشت کي دغه شرکت ته ورکړل سوې وه.

د پېښي علت تراوسه مالوم نه دی.

په الوتکه کي د ۳۳ هيوادونو مسافر سپاره وه، چي په دوی کي ۳۲ د کينيا او ۱۷ تنه د ايتوپيا وه.

که هڅه هم د ایتیوپیا دغه حکومتي هوايي شرکت په هوايي چلند کي ښه نوم لري، خو په ۲۰۱۰ کال کي د دغه شرکت یوه الوتکه د مدیترانه سمندر په اوبو کي ولوېده چي بیروت ته روانه وه او ۹۰ کسان پکي ووژل سول.