کور / راپور / د اريک پرينس وروستيو څرګندونو افغانان په غوسه کړي دي

د اريک پرينس وروستيو څرګندونو افغانان په غوسه کړي دي

د قراردادي امنيتي کمپنۍ (بلک واټر) مشر اريک پرينس د الجزېرې ټلوېزون سره په مرکه کي ويلي، که اشرف غني ددوی غوښتنه ونه مني نو د ډاکټر نجيب الله د برخليک سره به مخ سي.

د بلک واټر کمپنۍ مشر اريک پرينس د افغانستان په هکله طرحه وړاندي کړې ده چي له مخي ئې بايد افغان جګړه ايز ماموريت دوی ته وسپارل سي.

اريک پرينس د امريکا د ولسمشر ټرمپ سره هم څو ځلي په دې تړاو ليدلي دي او له هغه ئې غوښتي دي چي په افغانستان کي د مېشتو امريکايي سرتېرو پرځای بايد د جګړې ماموريت ددوی کمپنۍ ته وسپارل سي.

نوموړي دا هم ويلي وه، چي که د افغان جګړې ماموريت بلک واټر کمپنۍ  ته وسپارل سي په شپږ مياشتي کي به دا جګړه ختمه کړي.

خو د نوموړي د طرحي او څرګندونو سره  افغان ولسمشر اشرف غني په سخت مخالفت کړی او دا ئې د جګړې د لا اوږدېدلو طرحه ګڼلې ده.

ولسمشر اشرف غني په څو ځله د بلک واټر د مشر اريک پرينس څرګندوني غير معقولي ګڼلي او ويلي ئې دي چي د جګړې ماموريت شخصي کمپنۍ ته سپارل د افغانانو د ټولوژني په مانا دی.

اريک پرينس د الجزېرې سره په تازه مرکه کي دا هم ويلي دي، چي دوی د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته په انتظار دي او کېدای سي د نوي ولسمشر سره دې هوکړي ته ورسېږي چي افغان جګړه ايز ماموريت ددوی کمپنۍ ته وسپاري.

د پرېنس پر دې څرګندونو ګڼ افغانان هم په غوسه سوي دي، پر خواله رسنيو د اريک پرينس پر ضد ليکني او نظرونه شريک سوي دي.

د خواله رسنيو فعالين وايي، چي د بلک واټر کمپنۍ د مشر اريک پرينس تازه څرګندوني د کرکي ډکي  دي او د افغانستان ملي ارزښتونو ته سپکاوی دی.

بلک واټر کمپنۍ چي په عراق او افغانستان کي ئې جګړه ايز ماموريتونه ترسره کړي دي په جنګي جرمونو تورنه کمپنۍ ده او په عراق کي  د ډېرو ولسي وګړو په وژلو سره له دې هيواده و ايستل سوه.