کور / تازه خبرونه / ننګرهارځوانان: سوله په سياسي معاملو نه راځي

ننګرهارځوانان: سوله په سياسي معاملو نه راځي

سوله په سیاسي معاملو او کشمکشونو نه راځي
د ننګرهار یو شمېر لوستي ځوانان وایي، د سولي له پاره ولسي خوځښت ته اړتیا ده.
ننګرهار کي د روښان د لوړو زده کړو م‌ؤسسې مس‌ؤل فاتح ګل شینواري د سولي په یوه غون‌‌‌‌‌‌ډه کي وویل، جګړه دننه ده او سوله هم باید داخل کي وسي.
د شینواري په وینا، ولسونه باید سکوت مات کړي او هڅه وکړي چي روان حالت قابو کړي.
ښاغلي شینواري پر ولسونو ږغ وکړ چي باید لاسونه سره ورکړي او د امن له پاره کار وکړي.
په غون‌‌‌‌‌‌ډه کي د سولي ولسي حرکت مشر اقبال خیبر وویل، د ټولو افغانانو درد ګ‌‌‌‌‌‌ډ دی او په روان حالت کي ټول ځپل سوي دي.
د ښاغلي خیبر په وینا، پر رواني جګړې بېلابېل نومونه ایښول سوي خو په اصل کي جګړه اقتصادي، د کانونو، اوبو او مادیانو پر سر ده.
خیبر همدا راز وویل، تر هغو چي ولسونو سکوت نه وي مات کړی وژل کېږي به او جګړه به نوره هم تېزېږي.
خیبر پر ټولو محصلینو ږغ وکړ چي باید خپلو سیمو ته د امن او سولي پیغام ورسوي.
هغوی ته بلنه ورکړه سوه چي باید د حمل پر څلورمه نېټه شېرزي لوبغالي کي په غون‌‌‌‌‌‌ډه کي برخه واخلي.
#سوله
#PPM