کور / اقتصادي / د ماليې وزارت: شل زره هټيوالو ته مو د ماليې د ورکړي پوهاوی ورکړی دی

د ماليې وزارت: شل زره هټيوالو ته مو د ماليې د ورکړي پوهاوی ورکړی دی

د کب ۲۰مه ۱۳۹۷د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست نن د کب میاشتې په ۲۰ مه نېټه د مالیاتي اوونۍ پای غونډه په انټرکانټینینټال هوټل کي جوړه کړه.

په دې غونډه کي د عوایدو عمومي رئیسه اغلی امنه احمدي، د مالیې وزارت یوشمېر رئیسانو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.

د عوایدو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي د غونډې په پرانیسته وینا کي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: “موږ د خصوصي سکټور په مرسته په مالیاتي اوونۍ کي وکولی سول د مالیاتي کمپاین په موخه بیلابیل پروګرامونه جوړ کړو، چي له دې لارې مو شل زره اصنافو او هټۍ والو ته د مالیاتو د ورکړې په اړه پوهاوی ورکړی.”

 نوموړې زیاته کړه:” موږ له خصوصي سکټور سره په ګډه په دې هڅه کي یو چي دا ډول پروګرامونو ته لا وده ورکړو او په هیواد کي د مالیې ورکړې کلتور لا پیاوړی کړو.”

د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، د صنایع خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده، ودې ته د متحدو پانګه والو ټولنې رئیس ښاغلي عبدالله فوشنجي، د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند، د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رئیس ښاغلي غلام حیدر جعفري، د افغانستان د بانکونو ټولنې رئیس ښاغلي نجیب الله امیري په خپلو ویناوو کي د مالیاتو اوونۍ فعالیتونه او لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او هر کلی یې ترې وکړل. نوموړو د دې پروګرام د موثریت او مثمریت د بیانولو تر څنګ خپل نظرونه او وړاندیزونه د لازمې رسیدنې لپاره هم وړاندې کړل.

مالیې وزارت په مالیاتي اوونۍ کي د هیواد په کچه ۱۶۰ بیلابیل د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړل  همداشان د مالیاتي کلتور د ودې په موخه یې ۸۱۰۰۰ قلمه تبلیغاتي جنسونه وویشل او په ټول هیواد کي ۱۰۰۰ بنرونه نصب او ۲۵ ورزشي سیالۍ په لاره واچولې همداشان د دې اوونۍ په اوږدو کي په اموزسي سیمینارونو کي ۱۵ زره د د خصوصي سکټور، ټولنو او ملي سوداګرو استازو ګډون کړې.